ګټې اخستنې ته د سلمان ډنډ سپارل د هیواد د اوبو په مدیریت کې یوه پورته شوی د پام وړ ګام دی زمونږ هیواد په تیرو کې تل د ځمکې پر سر او لاندې د اوبو د نه مدیریت له امله ځوریدلی دی او د بیغوریو او ناامنیو له امله ډيری دا ډول چانسونه له لاسه وتلي دي. اوسنۍ د اوبو سرچینې د هیواد د اوبو لویه برخه جوړوي چې د هیواد ا قتصادي ودې لپاره تر ډیره خپل رول لري او لوبولی شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پرمختیایي ستراتیژي چې په هیواد کې یې د اقتصاد ستن کرهنه ښودلې، د اوبو مدیریت او سنبالښت ته تر ډيره اړتیا لیدل کیږي چې وکولای شي د هیواد په کلیو او بانډو کې اوبه مدیریت کړي او په سمه توګه وکارول شي ترڅو د هیواد اقتصاد وده وکړي681F5D60-26C4-4E3F-8B65-09B29363FF5F_mw1024_s_n.

په داسې شرایطو کې په جرت سره ویلی شو چې د سلمان ډنډ پروژه یواځینې لویه او پام وړ پروژه ده چې پّ تیرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره تر لاسه لاندې ونیول شوه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. د وړاندې شویو مالوماتو له مخې دا ډنډ کولای شي له چشت شریف ولسوالۍ څخه نیولې له ایران سره تر ګډې پولې دوه سوه زره جریبه ځمکې خړوبولو ته لاره هواره کړي په داسې حال کې چې مخکې له دې په هریرد کې دا اوبه په بشپړه توګه بې ګټې ګاوندي هیواد ته تلې او افغانستان هیڅ ډول ګټه نشو ترې اخستی. اوس د سلما ډنډ کولای شي په دې سیمه کې کرهنیزو ځمکو ته اوبه او د سیمې اوسیدونکو لپاره برښنا چمتو کړي چې دا دوه برخې د یوه هیواد په اقتصادي وده کې تر ډيره رغنده رول لري. له دې سره له دې ډنډه څخه به دوه څلویښت میګاواټه برښنا تر لاسه شی چې د ډیری هراتیانو ستونزې به هوارې کړي.

خو د سیمې په کچه د سلمان ډنډ رغاونه له ستونزو او خنډونو پرته نه وه. داسې مالومیږي چې ګټې اخستنې ته د سلمان ډنډ سپارل داسې یوه پروژه نه وه چې د ګاونډیو هیوادونو د خوښۍ لامل ګرځیدلې وي، له ډې سره چې پاکستان په ښکاره له دې پروژې سره مخالفت ندی څرګند کړی خو په سیاسي ناستو او مجازي فضا کې   په تبصرو او خبرو کې په ډې هکله د پاکستان ناخوښي څرګنده شوې ده او په دې ډول پروژو کې یې د هنډ د ګډون په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

دا طبعي خبره ده چې د هند له لوري په افغانستان کې د دې ډول پروژو په لاره اچول به په هیواد کې د ډهلې رول ډير کړي او اوس هم کولای شو د افغانستان په هکله د هند رول په ټولنیزو شبکو کې په ښه توګه مالوم کړو. له دې سربیره چې اصله کیسه څه ده، د پاکستان او هند ترمنځ نیابتي جګړې په افغانستان کې دا حالات رامنځ ته کړي او تر اوسه پورې په هیواد کې ددې نیابتي جګړې خونړۍ پیښې رامنځ ته کیږي خو په عامه ذهنونو کې د افغانستان په هکله ددې دواړو هیوادونو کچه د ځمکې او آسمان توپیر لري.

عمومي اذهان پاکستان له ترهګرو ملاتړی بولي او داسې هیواد یې ګڼې چې په افغانستان کې یې د جګړې اورونه بل کړي دي خو مقابل لوري ته چې هند دی یو ملګری، په افغانستان کې د سولې پرمختګ او ټیکاو پلوی ښودل کیږي چې په همدي موخه یې په افغانستان کې یو شمیر بنسټیزې پروژې هم په لاره اچولې دي کله د ملي شورا ودانۍ او سلمان ډنډ. د سلمان ډنډ ګټې اخستنې وروسته ټولنیزو شبکو ته په کتو سره په ښه توګه دا ذهنیت څرګند شو او د هندوستان له لومړي وزیر نارندرا مودې څخه تر ډيره مننه وشوه چې د سلمان ډنډ د ګټې اخستنې مراسمو په موخه هرات ولایت ته راغلی ؤ. دا طبعي خبره چې دا کړنې چې د هند له لوري ترسره کیږي د پاکستان په زیان ده او د دې هیواد د چارواکیو له تندي په ښه توګه دا جوتیږي چې دوی ددې پروژې بشپړیدو ته خوښ نه ښکاري او که چیرې ددې ډول پروژو په لاره اچول دوام ورکړي دا به په سیمه کې د اسلام آباد د انزوا لامل وګرځي.

خو ایران د سلمان ډنډ په هکله خپل خپګان پټ نشو کړی او تل یې په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې ده. ایران چې د خپلو ختیځو سیمو د ابو اړتیا د بشپړیدو لپآره د هریرود پر اوبو حساب کړی وو خو اوس په دې پوه شو چې ددې اوبو ډيری برخه چې له قید او شرط پرته دې هیواده تللې اوس د افغانستان په لاس کې دې او ددې هیواد له لوري یې مدیریت کیږي. یو شمیر ایراني رسنیو په دې هکله ځینې اټکلي ریپوټونه هم ورکړي او ویل شوي که چیرې د سلمان ډنډ ورغول شي او ګټې اخستنې ته وسپارل شي له افغانستانه ایران ته د تلونکو اوبو کچه به درې اویا سلنه ټیټه شي. حتی کله چې ولسمشر محمد اشرف غني ایران ته سفر کړی وو ددې هیواد له مشر آیت الله خامنه اي سره یې د لیدنې پر مهال د اوبو په هکله خبرې شوې وې او ایراني چارواکیو د اوبو د ستونزې د هواری غوښتنه کړې وه. ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې لیدنه کې ویلي وو چې د نړیوالو قوانینو له مخې ددې ستونزې د هواری پّ موخه به یو کمیسیون رامنځ ته کوی ترڅو دا ستونزه هواره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *