داسې ښکاري چې د ایمن الظواهري دغه پیغام د مۍ په میاشت کې ثبت شوی وي

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په خپل یو تازه غږیز پیغام کې، چې القاعده ډلې پر انټرنټ خپور کړی دی، د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت کوي.

دا بیعت لاس په لاس نه دی شوی، بلکې د همدغه پیغام له لارې اعلان شوی دی.

دغه پیغام چېIMG01060577 شاوخوا ۱۴ دقیقې دی د پژواک اژانس هم اورېدلی. یو کس، چې ایمن الظواهري بلل کیږي وايي ” زه د القاعده د جهادي ډلې د امیر په توګه، له تاسو سره خپل بيعت اعلانوم، ځکه چې زموږ پخواني مشر اسامه بن لادن هم د طالبانو د ډلې ملاتړ کړى و.”

ایمن الظواهري تر دې مخکې د طالبانو د بل مشر ملا اختر محمد منصور سره هم بیعت کړی و.

ملا منصور تېره مياشت د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو. طالبانو بیا ملا هبت الله خپل نوی مشر وټاکه.

ایمن الظواهري په دغه پیغام کې همدغه راز د ملا منصور په وژلو هم خواشیني ښودلې ده.

داسې ښکاري چې دغه پیغام د مۍ په ۲۷ نېټه ثبت شوی دی، خو سي ان ان وايي دا سخته ده چې ثابت شي دا غږیز پيغام رښتیا دی که نه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *