دانګلستان بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند په خپلو نویو خبرو کې له سیاسي لارو چارو پر کار اخستنې ټینګار کړی. دیپه دې آند دی چې هوکړه د پلې کیدو وړ ده هغه هوکړه چې د ملي مشارکت او سولې د ټینګښت لامل وګرځي. له دې سره ده ویلي ریاض اړین صلاحیت نلري او د ټولو ډلو استازیتوب او مشري نشي کولای.

دا څرګندونې د مزدورانو لپاره دومره سختې تمامې شوې چې ده له دې وروسته په خبرو کې د مخکینی خبرو د تبریه هڅه وکړه د هغه کسانو د تبریې چې د یمن پر خلکو یې سیاسي او فشارونه راوستلي او بهرني دستورات یې پرې تپلي دي. له دې سره چې تر اوسه په یمن کې جګړه روانه ده، عربستان په دې هیواد کې د جګړې پرته د بلې لارې لټه نکوي او له دې سره د یمنیانو تر اوږدې مودې د جګړې او ددوی د اندیښنو او خواشینیو څخه یې لاس ندی اخستی. که څه هم له ډيرې مودې راهیسې په یمن کې د بهرنیو اړخونو پّ ملاتړ جګړه روانه ده خو هیڅ یو لوری خپلې موخې ته ندی رسیدلی او هغه څه یې ندي تر لاسه کړي کوم چې په لټه کې یې دي.3959EAAE-C7FA-41B3-9140-5B9136A31316_mw1024_s_n په داسې حالاتو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند څرګندونې د سعودي عربستان حکومت ته یو شوک ورکړی او په یمن کې د عربستان د بد حالت ښکارندویي کوي.

په یمن کې له څوارلس میاشتینی جګړې او پر دې هیواد کې د سعودي عربستان په مشری دایتلاف له هوایي بریدونو وروسته او ددې جګړې د پایلو نه روښانتیا د انګلستان لومړی وزیر دا درک کړې چې د یمن جګړه له خبرو پرته بله حل لاره نلري او باید دا ستونزه د خبرو له لارې هواره شي. دی په داسې حال کې چې د خبرو له لارې د ستونزو د هوای په هکله خپل نظر څرګندوني او د سولې پر هوکړې او مشارکت ټینګار کوي چې تیرو تجربو دا وښوده چې دا هیوادونه متناقض سیاستونه لري او دا غواړي ترڅو په یمن کې جګړه روانه وي یواځې او یواځې ددوی د ګټو د تر لاسه کول لپاره.

هاموند له دې پرته چې پّ دې هیواد کې د مزدورانو غوښتونو ته پاملرنه وکړي په نیغه توګه د سعودي عربستان یادونه کوي دی وایي په یمن کې له هر ډول پوځي ګام پورته کونې پرته د یوې هوکړې لپاره د لارې هوارولو ته اړتیا ده. ده ویلي: ریاض بشپړ صلاحیت نلري او د ټولو ډلو مشري نشي کولای.

هاموند اقتصادي شنل کیدو ته د خبرداری سره غواړي ترڅو پر یمنیانو فشار راوړي او په دې سره سپارښتنو ته غاړه کیږدي له دې سره کولای شو له دې خبرو داسې نتیجه تر لاسه کړو چې انګلستان غواړي پر یمن د بریدګرو لپاره توجیه وکړي ځکه چې په خپله انګلیس هم ددې بریدونو یو ملاتړی هیواد ګڼل کیږي او په دې وروستیو کې پّ یمن کې د وژلو په برخه کې ګرم ګڼل کیږي. په دې سره یمنیان نور هم پوهیږي او د سیاسیونو په وینا باندې په ښه توګه پوهیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *