د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې نن غرمه دوه بجې د روداتو ولسوالۍ په حصارک جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور زخمیان دي.

د وال181CB4E5-E670-43D6-9C1B-9ABFDC2CAC3A_cx0_cy5_cw0_w987_r1_s_r1ي ویاند عطآ الله خوږیاڼی وايي چې چاودېدونکي توکي د جومات په مهراب کې ځای پر ځای شوي وو او د ملا امام د سجدې پر وخت يې چاودنه کړې ده.

خوږیاڼی زیاتوي،چې په وژل شویو کسانو کې د جومات ملا امام هم وژل شوی دی .

هغه زیاتوي چې دېرش ټپیان د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته رسول شوي او ممکن د وژل شویو او ټپیانو شمېره نوره هم زیاته شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي دوی ته څلور مړي تر دېرشو ډېر زخمیان ور وړل شوي چې د ځینو پکې روغتیايي حالت نازک دی.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي چې د وژل شویو او ټپیانو شمېره له ښوول شوې شمیر ډېره ده .

دا د روژې د میاشتې د پیل راهیسې په افغانستان کې په یو جومات کې لومړۍ چادونه ده چې زیات شمیر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

همدا نن ولسمشر غني د روزې د میاشتې د لومړۍ جمعې په مناسبت په خپل پیغام کې د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو غوشتي دي چې د روزې پ میاشت کې له جګړو لاس واخلي.

تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *