په دغه غونډه کې د هېواد پر امنيت او د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي پروژې پر سر هم خبرې شوې

د پاکستان سیاستوالو او وزیرانو د دغه هېواد د پوځ له مشر او يو شمېر نورو جګپوړو پوځي مامورینو سره ګډه غونډه کړې او په پاکستان او سیمه کې يې د امنيت په هکله خبرې کړې دي.

د پاکس0C40D8C5-8983-45BC-A67D-1612C81323B3_cx0_cy8_cw0_w987_r1_s_r1تاني پوځ د عامه اړیکو ادارې، رسنيو ته په يوې خبرپاڼه کې ویلي، د سې شنبې په ورځ د پاکستاني پوځ په مرکز کې د سیاستوالو او پوځي مشرتابه تر منځ غونډه شوې چې په کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف، د خزانې وزیر اسحاق دار، د دغه هېواد د بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزیز، د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف، د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای مشر جنرال رضوان اختر په ګډون يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

د پوځ د دغې خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه کې د هېواد پر امنيت او د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي پروژې پر سر هم خبرې وشوې. دا خبرپاڼه مخکې ليکي، په دغه غونډه کې د پاکستاني پوځ لخوا د “ضرب عضب” په نامه تر عملياتو وروسته د بې کوره شویو خلکو بېرته خپلو سیمو ته پر ستنېدو هم خبرې وشوې.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې په خبره د پوځ او سیاستوالو په دې غونډه کې په بلوچستان کې تېره مياشت د امریکايي ډرون برید په سختو ټکو کې غندنه وشوه او دا برید يې د پاکستان پر خپلواکۍ برید یاد کړی دی.

په دغه امریکايي ډرون برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوی و. د پاکستاني پوځ د دغې خبرپاڼې له مخې د پاکستاني پوځ د مشر جنرال راحیل شریف له خولې ویلي، له دې پېښې سره د پاکستان او امریکا پر اړیکو بدې اغېزې پرېوتلی شي او په افغانستان کې د سولې بهیر هم اغېزمنېدلی شي.

په بلوچستان کې تر امريکايي ډرون برید وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان اعلان کړی و، چې د لومړي وزیر نوازشریف پاکستان ته تر تګ وروسته به د ملي سلامتۍ د کمېټۍ غونډه رابلل کېږي، خو د لومړي وزیر په راتګ کې تر ځنډ وروسته د یادې کمېټۍ د غونډې پر ځای د پوځ په مرکز کې همدا غونډه راوبلل شوه.

خو په دغه غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علي خان ګډون نه درلود. د دغه هېواد لومړی وزیر ښاغلی نوازشریف د زړه د عملياتو لپاره په لندن کې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *