د کجکي بند په ۱۳۸۸ کال کې د نړیوالو ځواکونو لخوا ورغول شو

د افغانستان حکومت د ترکیې له یوه شرکت سره د سوېلي ناارام هلمند ولایت د کجکي برېښنا بند د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د اوبو برېښنا وزیرعلي احمد عثماني ددې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې چې د ولسمشر اشرف غني په حضور کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوی و وویل، د څلورو نویو توربینونو په نصبولو سره د کجکي د برېښنا تولید وړتیا ۱۵۱ میګاواټ ساعته ته لوړېږي.

د هغه په160604122903_salma_dam_640x360_getty_nocredit وینا، ددې بند د برېښنا تولید ظرفیت ۵۱ میګاواټه پر ساعته دی چې درې توربینونه یې په بېلابېلو مرحلو کې تولیدوي.

ښاغلي عثماني وویل، د کجکي بند به، د برېښنا پر تولید سربېره، د ۱،۱ میلیاد متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا ولري او دا به په سیمه کې د لویو بندونو له ډلې شي.

د افغانستان د اوبو برېښنا وزیر په وینا، د ترکیې “۷۷ ساختماني” شرکت سره ددې هوکړې تر لاسلیک وروسته، دې شرکت د درېیو میاشتو په لړ کې ددې بند د پراخولو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي عثماني زیاته کړه، ټاکل شوې د نویو توربینونو د نصب او د بند د پراختیا چارې یو کال وخت ونیسي. ددې بند برېښنا به په هلمند او کندهار کې وکارول شي.

د اوبو انرژۍ وزیر د کجکي برېښنا بند د پراختیا د لګښت په اړه معلومات ورنکړل، خو د دې وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي بي بي سي ته وویل، د “۷۷ ساختماني” شرکت چمتو دی چې په دې برخه کې ۱۷۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

 څو ورځې وړاندې په لویدیځ ولایت هرات کې د سلما اوبو برېښنا بند پرانستل شو.

د ښاغلي عظیمي په وینا، له دې شرکت سره ددې بند د پراختیا قرارداد لاسلیک سره، د کجکي بند به د یوې مودې لپاره چې په قرارداد کې به ولیکل شي، ددې شرکت په واک کې وي ترڅو تولید شوې برېښنا یې د افغانستان په برېښنا شرکت وپلوري.

اته کاله مخکې کله چې دې بند ته یو توربین ولېږدول شو، د لېږد امنیت ساتلو لپاره یې پنځه زره امریکایي او بریتانوي سرتېرو ونډه واخسته او په پنځو ورځو کې د لېږد په اوږدو کې یې د طالبانو ۲۰۰ غړي ووژل شول.

د کجکي برېښنا بند جوړول په ۱۳۳۲ کال کې پیل شو او لومړنی توربین یې په ۱۳۵۱ کال کې او بل یې په ۱۳۵۳ کال کې نصب شو، خو درېیم توربین یې څو کاله وړاندې نصب شو.

ښاغلي عثماني وویل، د سلما بند په پرتله چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر لخوا پرانستل شو، د کجکي بند ظرفیت ډېر دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *