د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي مشر، مرکزي، د هېواد ختیځو او سویلې ولایتونو ته د برېښنا رسولو په موخه د  (KPTL-RGM JV) کمپنۍ له رییس سره د ۱۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

د هېواد د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس قدرت الله دلاوري وویل، چې دا پروژه د افغانستان د انرژۍ د سکټور له پاره ډیره مهمه ده.

یوې کره سرچينې، چې نه يېغوښتي نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته ويلي، چې ددغې پروژي مجموعي لګښت شاوخوا ۱۹ میلیونه امریکایي ډالره دی، چې د پلخمري (دشت الوان) – کابل (ارغندي) سیمې ارگ 22پورې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي له پاره د وسایلو چمتوکول، تفصیلي ډیزاین، نصب، جوړیدل، ټسټ او منتاژ په کې شامل دي.

د معلوماتو پر بنست، د یاد تړون پربنسټ به د پلخمري له سب ستیشن څخه د ارغندي تر سب ستیشن پورې د ۲۰۹ کیلومترو په اوږدوالي د برښنا مزي وغځول شي.

دغه مزی د ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لیږد وړتیا لري او له شمالي ولایتونو څخه کابل او د هیواد سویلي او سویل ختیځو ولایتونو ته د برښنا انرژۍ لیږدوي.

راپوروايي، چې د یادې پروژې لګښت د اسیاپراختیایي بانک له بلاعوضه مرستو څخه ورکول کیږي، چې چارې به یې د شاوخوا دوو کلونو او شپږ میاشتو په لړ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادولو وړ دی، چې د نوموړي مزي په جوړیدو او د هیواد له برښنا شبکې سره د ترکمنستان برښنا په نښلولو سره به د کابل، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، لوګر، پکتیا، خوست او مرکزي ولایتونو د برښنا ستونزې هواري شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *