په كندهار كې خاوند خپلې دوه مېرمنې وژلي
په كندهار كې خاوند خپلې دوه مېرمنې وژلي
په كندهار كې خاوند خپلې دوه مېرمنې وژلي د کندهار ښار د ديارلسمي امنيتي حوزي په مربوطاتو کي په يوه کور کې د دوو مېرمنو جسدونه پيدا شوي چې ويل كېږي خپل خاوند وژلي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ويلي، دا جسدونه د ديارلسمې حوزې د صوفي صاحب زيارت په سيمه کې په يوه کور كې موندل شوي دي.
دى وايي چې د پېښې اصلي علت تر اوسه معلوم نه دی، خو له پېښې سره د تړاو په تور څو تنه نيول شوي دي.
د خپلواك په خبره چې پېښه د جنايي پوليسو تر پلټنې لاندې ده.
د ويلو ده چې څو ورځې مخکې هم د څوارلسمې او لسمې امنيتي حوزو اړوند په دوو جلا جلا پېښو کې د يوې پېغلې نجلۍ او يوې واده شوې مېرمنې جسدونه پيدا شوي وو چې دواړو ځانونه په دار ځړولي وو.