د هلمند په ولایت کې د وروستیو نا امنیو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني نن دې ولایت ته تللی دی.

ولسمشر اشرف غني د ولایت د مرکز لښکرګاه پر ځای د دې ولایت په شمال کې د واشېر په ولسوالۍ کې د ښوراب پوځي آډې ته تللی دی.

د ولسمشر اشرف غني سره د لیدني لپاره له ولایتي مرکز لښکرګاه څخه ولسي مشران ښوراب پوځی آډې ته بلل شوي دي.

د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک0DE564DF-0CE6-4089-86C0-E7BC743A61BD_w987_r1_s وویل “ښاغلى ولسمشر به ۲۱۵ میوند قل اردو كې د هلمند له ولسونو ملکي او نظامي مسولينو سره يوې غونډه کې ګډون وکړي”.

د هلمند د امنیتي حالت په اړه تیره اونۍ يو ځل بیا هغه وخت اندېښنې زیاتې شوې چې وسله والو د لښکرګاه ښار پر امنیتي کمربند او دریو نورو ولسوالیو کې په امنیتي پوستو پرلپسې بریدونه وکړل.

همدا اوس د هلنمد له ۱۴ ولسوالیو څخه يې پنځه د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي.

د بلې خوا د افغانستان اجرائیه ریاست وایي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د هلمند ولایت لنو قومي مشرانو سره د دغه ولایت په امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *