په كندهار كې خاوند خپلې دوه مېرمنې وژلي

په كندهار كې خاوند خپلې دوه مېرمنې وژلي د کندهار ښار د ديارلسمي امنيتي حوزي په مربوطاتو کي په يوه کور کې د دوو مېرمنو جسدونه پيدا شوي چې ويل كېږي خپل خاوند وژلي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواe31b4ef5fe69d7624f289686f96a276f_XLک ويلي، دا جسدونه د ديارلسمې حوزې د صوفي صاحب زيارت په سيمه کې په يوه کور كې موندل شوي دي.

دى وايي چې د پېښې اصلي علت تر اوسه معلوم نه دی، خو له پېښې سره د تړاو په تور څو تنه نيول شوي دي.

د خپلواك په خبره چې پېښه د جنايي پوليسو تر پلټنې لاندې ده.

د ويلو ده چې څو ورځې مخکې هم د څوارلسمې او لسمې امنيتي حوزو اړوند په دوو جلا جلا پېښو کې د يوې پېغلې نجلۍ او يوې واده شوې مېرمنې جسدونه پيدا شوي وو چې دواړو ځانونه په دار ځړولي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *