د سوریی د حلب د ښار د کردانو د استوګنی په شیخ مقصود نومی سیمه کی سخته جګړه روانه ده. په دی هکله په سوریه کی د دښمنو لورو د پخلاینی د روسی مرکز استاځی خبر ورکړ384608.

د نوموړی په ویناو جګړه ماران له زغره والو تخنیکی وسیلو کار اخلی. د استوګنی پر سمیو د «جبهات النصره» او «احرارالشام» (په روسیه کی منع شوی) تروریستی ډلی ډزی کوی او سربیره پر دی دوی د خاندرات په سمیه کی د سوریی د اردو پر مورچلو هم ډزی کوی.

په سوریه کی د دښمنو لورو د پخلاینی د روسی مرکز استاځی زیاته کړه چی جګړه مارانو د تیری شپی په اوږدو کی د کاستیلو له تجارتی سیمی او محایم — خاندرات له کلی د حلب په شمال کی د استوګنی پر سمیه د هاوان سختی ډزی کړی دی. په نتیجه کی د شیخ مقصود په سیمه کی زیاتی ورانی رامنځ ته شوی او کرد جنګیالی د خپلو مورچلو پریښودو ته اړ شوی دی. د دوی په وینا، د افین سمی ته دری زره کسان رسیدلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *