د سوریه په شمال کې د منبیج ستراتيژيک ښار د نیولو په موخه د «اسلامي دولت» جګړه مارانو سره کوم چې د ترکیې دخاورې څخه راځي، جګړې روانې دي. د ځینو خبرونو له مخې ویل کېږي؛ چې د منبیج د ښار نیولو سره د «اسلامي دولت» د پلازمیني د رقه د ښار آزادولو ته لاره هواریږي او له دې سره به جګړه مارانو ته د وسلو511865 د ليږدولو لارې بندې شي.

د سوریې وسله وال پوځیان د وروستیو دوو کلونو په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د رقه ولایت ته ننوتلي دي. د ویلو وړ ده، چې د رقه ښار د «اسلامي دولت» د تروریستي ډلې پلازمینه ګڼل کېږي.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې د کردانو ملیشه پوځیان هم په کې شامل دي، د تبکه، منبیج او د «اسلامي دولت» د پلازمینې رقه ښار نیولو په موخه پوځي عملیات پیل کړي دي.

د ځینو خبرونو له مخې ویل کېږي، چې د رقه ښار ته د منبیج له لارې چې د سوریې او ترکیې په پوله کې پروت ښار دي، وسلې لېږدول کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *