د هند، ماليزيا او انگلستان د دفاع وزيرانو د چين په سويلي اوبو کي د شخړو د ديرښت په هکله انديښنه څرگنده کړې
د هند، ماليزيا او انگلستان د دفاع وزيرانو د چين په سويلي اوبو کي د شخړو د ديرښت په هکله انديښنه څرگنده کړې، د چين او فلپين ترمنځ يي دخبرو له لاري د ستوزو د هواري غوښتنه کړې ده
د چین په سویلي سمندر کې ناندریو ته هغه مهال زور ورکړل شو کله چې چین په دې سیمه کې د مصنوعي ټآپو په رغاونې او په دې سیمه کې یې د امریکایي ګزمې د تګ را تګ مخنیوی وکړاو امریکا اندیښنه څرګنده کړې چې په دې هکله نړیوالې محکمې ته د فیلیپین شکایت به په دې سیمه کې د ممنوعیت رامنځ ته کړي او دا ممنوعیت به د بیجینګ له لوري وي.
د سنګاپور ناسه چې تیره ورځ په مالیزیا کې تر سره شوې دډې ستونزې تر سیوري لاندې راغلې وه. د هند مالیزیا او بریتانیا دفاع وزیرانو په ډاګه په ډې هکله اندیښنه ښودلې ده.
ماناهار پرکار “د چین په سویل کې حالات د کړکیچ په لور پر مخ روان دي چې دا د اندیښنې وړ ده. مونږ د چین له سویلي هیوادونو سره اږد مهاله اړیکې لرو زمونږ نیمه سوداګري دې هیوادونو ته کیږي کله چې مونږ دډې مسلې په هکله خبرې کوو باید دې ستونزې ته د خبرو له لارې یوه حل لاره رامنځ ته شي.”
دا اندیښنې له هغه وروسته رامنځ ته شوې چې امریکایي چارواکیو چې د دفاع وزیر هم پکې شتون لري چین ته د نړیوالې انزوا خبرداری ورکړی دی. اشتون کارتر ژمنه کړې چې امریکا به د آسیا د امنیت رامنځ ته کونکی پاټې شي آن تر لسیزو. خو د سنګاپور په ناسته کې یوه چیني چارواکي د چین د سویلي سیمو په تړاو د امریکا فشارونه رد کړي او ددوی ترواک لاندې د ستونزمنو سیمو په تراو پر ځمکمنۍ بشپړتیا یې ټينګار کړی دی.