د ننګرهار په كوټ كې تصفيوي عمليات، ۹ داعشيان مړه، ۷ ټپيان551543

د ننګرهار په كوټ كې تصفيوي عمليات، ۹ داعشيان مړه، ۷ ټپيان د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په خورګۍ او وچ کوټ سيمو کې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري تصفيوي عمليات پيل شوي، چې په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي .

د ننګرهار د ملي امنيت رئيس بريد جنرال داد محمد حريفي وايي، چې د دغو عملياتو هدف سيمه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکول دي .

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د ملي امنيت د رئيس له قوله راغلي، هغه سيمې چې له وسله والو مخالفينو څخه پاکې شي، په کې به د ملي امنيت رياست په مالي او تخنيکي ملاتړ شاوخوا درې سوه تنه پاڅون کوونکي ځاى پر ځاى شي .

د کوټ ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو له پيل شوو عملياتو د ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د خپلې سيمې د امنيت ټينګښت لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دي.

داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *