ترکيه له روسيې سره د اړيکو د ښه والي هځي کوي خو انقره نه پوهيږي چي مسکو له دوي څخه څه ډول تمه لري ترڅو په دي برخه کي لومړی گام پورته کړل شي

رجب طيب اردوغان له دي سره ويلي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي د يوه پيلوټ د تيروتني قرباني شوې دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ازمیر ښار کې د یوې خبري ناستې پر مهال له روسیې سره ښو اړیکو ته لیوالتیا ښودلې ده. ده د ترکیې له لوري د یوې روسي الوتکې نسکورولو ته په نغوتې سره ویلي د دواړو هیوادونو سیاسي اړیکې د یوه پیلوټ د تیروتنې قرباني شوې دي.

basbakan-Recep-tayyip-erdogan-akp

رجب طيب اردوغان؛ ” دا د اندیښنې وړ مسله ده چې روسیې مونږ د یوه پیلوټ د تیروتنې له امله خوشي کړي یو په داسې حال کې چې مونږ له ښاغلي پوتین سره په بیلا بیلو برخو کې ښې اړیکې درلودې او دواړه ملګري هیوادونه دي زه په دې آند یم چې مونږ باید د دواړو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه د ستونزو د هواری هڅې وکړو.”

د روسیې او ترکیې ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې کله چې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې یوه روسي الوتکه د ترکیې له لوري نسکوره شوه ترکیې ویلي دې جټ الوتکې د ترکیې له فضایي حریم څخه سرغړونه کړې وه خو مسکو بیا ددوی ادعا رد کړې. د روسیې ولسمشر د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو دوی له انقرې سره د اړیکو د ټینګښت غوښتونکي دي خو باید لومړی ګام د ترکیې له لوري پورته کړل شي.

له ترکیې څخه د یوه بل را رسیدلي خبر له مخې پولیسو تیره ورځ د ګیزې پارک شاوخوا ته د دولت ضد لاریون کونکي د اوښکې بهونکو غاړو او ربړي مرمیو په کارولو سره خواره کړي دي دا لاریون په دوه زره دیارلسم کال کې د یوه پارک سره نږدې د یوه سوداګریز مرکز د رغاونې په غبرګون د لاریونو له کلیزې سره په سمون په لاره اچول شوې وو لاریون کونکو د ترکیې دولت د چاپریال ساتنې پر ضد سیاست درلودلو تورن کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *