D7A6FF79-351A-4390-97B2-44BD70CF5FE9_w987_r1_sتر اوسه طالبانو د مسافرو د وژلو په باب د افغان امنیتي ادارو د چارواکو په څرګندونو تبصره نه ده کړې.

نن سه شنبه سهار وختي په ځايي وخت ۷ بجې وسله والو طالبانو د شنې تپې په سیمه کې د کابل کندز پر لویه لار تر یو سل او پنځوسو پورې مساپر یرغمل کړي وو چې له ډلې څخه یې تر اوسه اولس تنه وژلي او ۳۵ نور ورسره یرغمل پاتي دی.

د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې د یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه وسله والو ۱۷ تنه وژلي دي هغه زیاتوي چې تر اوسه ددغو وژل شویو او یرغمل شویو کسانو هویت نه دی څرګند شوی.

د سیمې خلکو د یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه د یو تن د وژلو شاهدي ورکوله او زیاتوي چې جسد یې د چاردرې سیند ته وراچولی دی.

شیرعزیز کاموال وايي چې کیدای شي په دغو یرغمل شویو کسانو کې ځینې ترخیځ شوي پولیس او دملي اردو سرتیري هم موجود وي خو لا هم دوي ته بشپړ معلومات نشته.

شیرعزیز کاموال وايي چې په سیمه کې د پولیسو ملي امنیت او اردو له خوا عملیات پیل شوي دي خو لایې هم نتیجه نه ده معلومه.

که څه هم شیرعزیز کاموال وايي چې په سیمه کې عملیات جریان لري خو افغان ځواکونه د شنې تپې په سیمه کې له قیر سرک لاندې نه دي کوز شوي.

دمخه د د کندز ولایت مطبوعاتي دفتر یو تن مامور نعمت الله تیموري امریکا غږ ته ویلي وو، چې وسله والو له موټرو څخه ۳۰ تنه سورلۍ یرغمل بیولي چې له جملې څخه یې ۴ تنه وژلي دي.

تیموري وايي چې یرغمل شوي مسافر د عمرخیلو یعقوب بای کلي ته بیول شوي دي.

د سیمې خلک وايي چې افغان ځواکونه اوس هم د شنې تپې د عمرخیلو په کلي کې دیته منتظر دي چې د طالبانو له خوا د وژل شویو کسانو جسدونه انتقال کړي.

د سیمې دغه اوسیدونکی چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله ویل یې چې افغان ځواکونو وړې باروړونکې موټرې تیارې ودرولي اوطالبانو ته یې د پاتي جسدونو د انتقال په موخه یو شمیر سپین ږیري هم ورلیږلي دي.

هغه وايي چې په سیمه کې هیڅ ډول عملیات نه دي ترسره شوي.

د چاردرې د سرک بالا قریه قصاب یو تن اوسیدونکی سید امر وايي چې ددوي د کلي یو تن محلي پولیس هم په وژل شویو کې شامل دی.

چارواکي وايي چې دوي په سیمه کې د پاتي کسانو د خلاصو په موخه هوايي قواوې هم سیمې ته لیږلي دي، خو د سیمې اوسیدونکي وايي چې یو هیلوکپټر د کابل له خوا راغی او په هوايي ډګر کې کښیناست.

د چاردرې یو تن عیني شاهد چې د یرغمل شویو کسانو یو جسد یې په سیند کې لیدلی و وايي چې تر وسله وال طالبان اوس هم د یعقوب باي په کلي کې د یرغمل شویو کسانو په تحقیق بوخت دي، هغه کسان چې ددوي په نزد مجرم نه وي خوشې کیږي او تورن کسان وژل کیږي.

مسافر وړونکي بسونه د شپې ناوخته له کابل څخه کندوز ته را روانیږي د شپې یوه برخه په بغلان کې په دې خاطر دمه کوي چې په لاره کې یې وسله وال غله لوټ نه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *