په ننګرهار کې ۲ پاكستانۍ ښځې او ۲ نارينه له داعش سره د تړاو په تور نيولي

ننګرهار: امنيتي ځواكونو ۲ پاكستانۍ ښځې او ۲ نارينه له داعش سره د تړاو په تور نيولي د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د يو لړ پلټونو پر مهال يې د دوو پاکستان225124C6-C286-4069-A42D-0D4F6CCC07DD_w987_r1_sي مېرمنو په ګډون یې پنځه تنه، داعش وسله والو ته د ځینو اسنادو د انتقال په جرم نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، امنیتي ځواکونو د کوټ ولسوالۍ په اندرانۍ سیمه کې د یو لړ ځانکړو عملیاتو پر مهال دوه تنه پاکستانۍ میرمنې له ځینو اسنادو سره  چې په کې کتابونه هم شامل وو، له يو موټر چلوونکي سره یو ځای نیولي او اوس ترې نورې پلټنې رواني دي.

خوږیاڼی وایي، چې امنیتي ځواکونو د یو لړ نور پلټنو پر مهال د بټي کوټ ولسوالۍ په څلورم فارم سیمه کې هم دوه دوه نور كسان، له داعش وسله والو سره د تړاو په تور نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي همدا راز زیاته کړه چې د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره امنیتي ځواکونو دوه تنه د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلي دي.

د يو بل خبر له مخې عطاالله خوږياني كليد ته وويل، تېره شپه د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په پچیر اګام ولسوالۍ کې هم د نښتې پرمهال یو وسله وال وژل شوی او بل یيې ټپي شوی دی.

بلخوا تر اوسه داعش او طالب وسله والو د ذكر شويو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *