د افغانستان لپاره روسيې ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي د ملا اختر منصور له وژل کيدو او د ملا هيبت الله په ټاکل کيدو سره به دوی له طالبانو سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړي

«ضمير کابلوف» له یوی ورځپاڼې سره په مرکه کې د امریکا له لوري د ملا اختر په وژلو په غیر مستقیم ډول نیوکه وکړه ویلي یې دي: د طالبانو د مشر په توګه د ملا هیبت الله په ټاکل کیدو سره به دوی بیا هم له طالبانو سره اړیکې ولري ده ویلي له طالبانو سرb18d94e8-fa25-4ac7-9186-e6f3c62e2953ه د اړیکو موخه له افغانستان کې د پخلاینې پهیر پیاوړي کول او د روسیې د امنیت خوندي کول ده.

له دې سره ده ویلي د طالبانو نوی مشر یو پوځي قومندان دی او دا شونې ده چې د جګړې برخلیک به سراج الدین حقاني او ملا قیوم ذاکر ټاکي. د روسیې دیمتري ژور اولف ریس هم ویلي: ملا هیبت الله نشی کولای د طالبانو دریځ ته بدلون ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې یو شمیر ریپوټونو د ولادیمیر پوتین او ملا اختر منصور د لیدنې پخلی کړی وو خو مسکو بیا دا خبره نده منلې.

په ورته حال کی د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو دوی چمتو دي ترځو پر طالبانو د هغه بندیزونو لرې کولو ته نرمښت وښي کوم چې د افغانستان ملي ګټې له ګواښ سره مخ نکړي.

ده زیاته کړې مسکو چمتو دی ترځو په افغانستان کې د ښکیلو خواوو ترمنځ منځګړیتوب وکړي چې په دې سره به پر طالبانو د بندیزونو کچه هم را ټیټه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *