د عراق پوځ ویلي، دوی د فلوجې نیولو لپاره چې د اسلامي دولت نومې ډلې قوي مورچل بلل کېږي، عملیات پیل کړي. د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي.

د عراق پوځ ویلي، دوی د فلوجې نیولو لپاره چې د اسلامي دولت نومې ډلې ټاټوبی بلل کېږي، عملیات پیل کړي.

دا عملیات د فلوج160530065708_fallujah_civilians_624x351_afp_nocreditې ښار بیرته نیولو لپاره د عراق حکومت تر منسجمو هڅو یوه اونۍ وروسته پیلېږی. فلوجه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اورپکو په لاس کې ده.

اټکل کېږي چې ۵۰ زره ملکي وګړي په دغه ښار کې په جګړو کې ګېر پاتې دي او یواځې څو سوه کورنۍ توانېدلې له سیمې ځان وباسي.

اټکل کېږي چې ۵۰ زره ملکي وګړي په دغه ښار کې په جګړو کې ګېر پاتې دي او یو کم شمېر توانېدلي ځانونه وباسي.

ملګري ملتونه وایي، فلوجه کې خلک له لوږې مړه کېږي او یا هم د داعش لخوا په دې وژل کېږی چې ولې د هغوی لیکو ته نه ورځي.

د رسمي خبرپاڼې له مخې، دولتي ځواکونه چې ترهګرۍ ضد قطعې غړي هم ورسره دي، له بېلابېلو خواوو د ښار پر لور روان دی.

د راپورونو له مخې، داعش وسله وال هم په ځانمرګو بریدونو او موټر بمونو ددغو عملیاتو مقابله کوي. بلخوا داسې راپورونه شته چې بغداد ښار او شاوخوا سیمو کې په بمي چاودنو کې لږ ترلږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

تر ټولو خونړۍ چاودنه په شیعه میشتې شعب سیمه کې شوې چې د پولیسو یوه پوسته یې په نښه کړې او اته کسان یې وژلي دي. هېڅ یوې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی، خو داعش وړاندې تردې په وار وار عراق کې شیعه ګان په نښه کړي.

بغداد کې د بي بي سي خبریال جیم مویر وایي، خو په داسې حال کې چې دولتي ځواکونه د خپلو اهدافو پر لور د وړاندې تګ خبره کوي، خو داسې ښکاري چې جګړه لا هم د فلوجې ښار بهر سیمو کې د داعش پر مورچلو متمرکزه ده.

د ملیشو مشر چې په دې جګړه کې برخه لري ویلي، ښایي له ښاره د ملکي خلکو د وتلو لپاره د ښار پر زړه تر برید وړاندې یو څه وقفه اخستل شوې وي.

د فلوجې بېرته نیولو عملیات چې له څو ورځو راهیسې روان دي، د عراق پوځ، سني قبایلو وسله وال او د عراق پولیس پکې ونډه لري او د امریکا په مشرۍ ایتلاف له هوایي ملاتړ نه هم برخمن دي.

ویل شوي چې ځینې نورو وسله والو چې شیعه ګان هم پکې دي په دغو عملیاتو کې ګډون لري.

فلوجه دوه کاله وړاندې (۲۰۱۴) د اسلامي دولت (داعش) لاسته ولوېده. د عراق دغه لوی او سني میشته ښار د داعش لخوا د “عراق او شام خلافت” په نوم د هېواد رامنځته کولو له اعلان سره هم مهاله سقوط وکړ.

فلوجه او موصل د عراق دوه لوی ښارونه دي چې د اسلامي دولت نومې ډلې پرې ولکه ټینګه کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *