د هلمند ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت نادعلي ولسوالۍ پر شاول سیمې او  د نهرالسراج ولسوالۍ د سره ګودر سیمې پر یو شمېر امنيتي پوستو وسله والو طالبانو بریدونه کړي، چې شاوخوا ۱۱ افغان پولیس يې وژلي دي.

د نهرالسراج ولسوالۍ یو لوړ پوړی امنيتي چارواکي، چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولایت د “شهراه کندک “پر يو شمېر امنيتي پوستو تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو بریدونه کړي، چې درې امنيتي پوستې يې نيولي او تر ۱۱ زیات افغان پولیس يې هم وژلي دي.

دغه چارواکی وايي، چې په پولیسوژل شویو کسانو کې د ولسي پاڅون کوونکو مشر صفرمحمد اکا هم د خپلو ساتونکود سره وژل شوی دی.

همدارنګه ورته برید د دې ولسوالۍ د شاول پر سیمې هم شوی، چې ویل کيږي درې امنيتي پوستې وسله والو طالبانو نيولي او تر ۶ زیات افغان سرتېري وژل شوي دي.

داسې هم ویل کيږي، چې هلته شاوخوا ۵۰ افغان پولیس د وسله والو تر محاصرې لاندې دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو تهاجمي حملي ترسره کړي، خو بريالي شوي نه دي.

هغه د نهرالسراج او نادعلي ولسوالیو پر یو شمېر امنيتي پوستو بریدونه مني او وايي، ښايي مرګ ژوبله هم ولري، خو د ځواک په خبره چې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

اخوا د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوي پېغام کې ویلي، چې دوی د هلمند په نهرالسراج او نادعلي ولسوالۍ کې په پرله پسې بريدونو سره سره هلته شاوخوا لس امنيتي پوستې نيولي او تر ۳۰ زیات افغان پولیس يې وژلي دي.

دولتي لوري د وسله والو طالبانو دغه ادعا نه مني.

د ویلو ده، چې د طالبانو د مشر ملااختر محمد منصور تر مړينې وروسته دا د وسله والو طالبانو لومړی ډله ییز بریدونه دي، چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې يې ترسره کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *