هغه تفاهم لیک لاسلیک کړی چې څه موده مخکې د حزب اسلامي او افغان حکومت د استازو له خوا نهايي شو.

حکمتhakmtyar 11یار د سولې مسوده یی د (ملي يووالي) حکومت پر ځای د (افغانستان اسلامي جمهوري دولت) په بدلولو لاسلیک کړی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ته نژدې سرچینې تاییدوي چې ښاغلي حکمتیار د سولې هغه تفاهم لیک لاسلیک کړی چې څه موده مخکې د حزب اسلامي او افغان حکومت د استازو له خوا نهايي شو.

ویل شوي چې حکمتیار د سولې په مسوده کې چې دوه ځایه بدلونونه هم راوستي: د (ملي يووالي) حکومت پر ځای یې د (افغانستان اسلامي جمهوري دولت) او د دې تفاهم لیک تر څنګ یې یو داسې ضمیمه سند هم لاسلیک کړی چې په اختلافي مسایلو کې د پرېکړې واک ولري.

په اختلافي مسایلو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش، د نوي حکومت جوړښت او د ټاکنو اړوند مسایل شامل دي.

د حکمتیار له خوا داسې مهال د سند د لاسلیک خبره کېږي، چې د طالبانو د مشر له وژلو وروسته حکمتیار له طالبانو غوښتنه کړې وه چې له حزب اسلامي سره ګډ کار وکړي. طالبانو د حکمتیار د غوښتنې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

که څه هم ښاغلي حکمتیار په خپله تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو که دغه سند رښتیا هم لاسلیک شوی وي نو ښايي چې ښاغلی حکمتیار نژدې ورځو کې په کابل کې څرګند شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *