د فلسطيني ادارې ريس محمود عباس به د جون مياشتي په دريمه نيټه د قاهرې په ناسته کي چي د عربي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په گډون به تر سره شي له اسرايلو سره د خبرو په هکله خپله وينا واوروي.

محمود عباس د عربي هیوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره په لیدنه کې ویلي: د پآریس په ناسه کې باید د اسرایلو او فلسطین ترمنځ پولې په ډاګه شي هغه پولې چې په نولس سوه اوه شپیتم کال کې یې شتون درلود. ده هغه کسانو ته چې ټاکل شوې په دې ناسته کې ګډون وکړي ویلي زمونږ څخه هر یو به د پاریس په غونډه کې خپلې غوښتنې وړاندې کړو او ښه به دا وي چې د فلسطین او فلسطینیانو موضوع ته تر ډیره پاملرنه وشي. ښآغلي عباس زیاته کړې: د نولس سوه اوه شپیتم کال د پریکړې له مخې د فلسطین پلازمینه به د بیت المقدس ختیځه برخه د اورشلیم ښار وي. له دې سره ده د فلسطیني اجباري کډوالو د ستونزو پر هواری هم ټینګار کړی دیIMG12181021.

محمودعباس؛ “مونږ یوه ملاحظه هم په پام کې لرو چې باید ددې ناستې له اصلي موضوعاتو څخه وشمیرل شي دا مسله د فلسطینی کډوالو اړوند ده په دې هکله قانوني او د پام وړ مواد شتون او د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سمون لري او د فلسطینیانو د ستونزو د هواری لپاره باید   یو سل څلور نویم پریکړه لیک پلی شي.”

د فلسطین د سولې په هکله په قاهره کې په داسې حال کې ناسته تر سره کیږي چې تیره ورځ یو ځل بیا فلسطینیانو د یوه ځوان د جنازې پر مهال چې د اسرایلو په ډزو کې وژل شوی وو په لاریون لاس پورې کړی وو

د عبدالفتاح الشریف په نامه فلسطینی ځوان چې مې میاشتې په څلور ویشتمه نیټه د اسرایلو په ډزو کې تپي شوی وو تیره ورځ یې ساه ورکړې ده لاریون کونکو پر اسرایلي پوځ نیوکه کړې او ژمنه یې کړې چې دده بدل به اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *