د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له کردي ډلو د امريکا پر ملاتړ يو ځل بيا نيوکه کړې او دا يي د دوارو خواوو ترمنځ د هوکړې پر خلاف ښودلې ده

د ترکیې ولسمشر ویلي: د خلکو څخه د ملاتړ په نامه یا (ي پ ګ) کردي وسله والو ډلو د امریکا ملاتړ د دواړو هیوادونو ترمنځ د هوکړې پر خلاف دی. اردوغان چې د دیاربکر په کرد میشته ښار کې خبرې کولې وویل. د کردي وسله والو په جامو کې د امریکایي سرتیرو استول د ناټو تړون د قوانینو پر خلاف عمل دی. ده امریکا ته خبرداری ورکړ چې په ناسم ځآی کې ولاړ یاست او له ترهګرۍ سره مبارزه په دې ډول نده.

basbakan-Recep-tayyip-erdogan-akp

رجب طيب اردوغان”تاسو په ناسم ځای کې ولاړ یاست تاسو کولای شی له ترهګرۍ سره یواځې د وینا تر کچې مبارزه وکړی مونږ دوی یعني امریکا ته د ترهګری پر وړاندې اسناد سپارلي دي خو دوی بیا هم په تیروتنې ګام پورته کړی دی زمونږ امنیتي سرتیري پوځ او پولیس به یو خل بیا ترهګرو او هغه کسانو ته چې ددوی تر شا ولاړ دي ماته ورکړي.”

تیره ورځ هم د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا دا کار ریاکارانه ښودلی ویلي یې دي چې دا ډول کړنه دوی ته د منلو وړ نده.

دا غبرګونونه له هغه وروسته څرګندیږي کله چې په سوریه کې د امریکا یي ځواکونو انځورونه په داسې حال کې خپاره شول چې پر مټو یې د کردي وسله والو نښې وې. په دې انځورونو کې ښکاري چې امریکایي سرتیري له کردانو په ګډه په عملیاتو کې برخه اخلي. خو د امریکا دفاع وزارت ویلي ددوی سرتیري د امنیت په موخه له سیمه ایزو وسله والو سره یوځای کیږي دامریکا پوځ ویلي اوس مهال په دې سیمه کې ددوی تر درې سوه روزونکي شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *