ولاديمير پوتين رومانيا او پولند ته د مسکو له توغنديو د خان ژغورني خبرداری ورکړی دی

د روسيي ولسمشر چي په پولند کي يوې خبري ناستي ته خبرې کولي ويلي: دا دوه هيوادونه د امريکا د دفاعي توغنديو کوربه هيوادونه دي او دي مسلي د روسيي امنيت له گواښ سره مخ کړی دی

د روسیې ولسمشر چې په یوه دوه ورځیني سفر یونان ته سفر کړی، ددې هیواد له لومړي وزیر سره یې په یوه خبرې ناسته کې پولند او یونان ته خبرداری ورکړی ویلي یې دي: روسیه به د خپل امنیت په موخه په هغه سیمو کې لاس په پوځي کړنې پورې کړي کوم چې ترې د ګواښ احساس کیږي نو هغه مهال به هغه هیوادونه ګرم وي کوم چې دې ډول ګواښ ته لاره هواروي160527165853_putin_tsipras_640x360_reuters.

ولاديمير پوتين “که په تیرو کې د رومانیا خلک په دې نه پوهیدل چې دلته څه رامنځ ته کیږي خو نن به روسیه دې ته اړ کیږي ترڅو د ځآن د امنیت خوندي کیدو په موخه لاس په څینې پوځي ګامونو پورې کړي. زه بیا وایم چې دا کړنې به ورته ګام پورته کونه وي. مونږ لومړی ګام نه پورته کوو او پولند هم له رومانیا سره ورته والی لري.”

خو پوتین چې روسیه به څه کوي څه ونه ویل.

یونان ته د روسیې د ولسمشر سفر چې موخه یې اقتصادي اړخونه دي په اوکراین کې د اروپایي ټولنې د مداخلې او د اروپا په ختیځ کې د امریکا له لوري د توغندیو ضد سیستم نښلولو تر سیوري لاندې راغلی دی. په روان کال کې دا د روسیې د ولسمشر لومړنی سفر دی چې د اروپایې ټولنې یوه غړي هیواد ته یې تر سره کوي.

یونان له هغه اروپایي هیوادونو څخه یو دی چې له روسیې سره ښې اړیکې لري او اوس مهال د روسیې ولسمشر له دې هیواد سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه سفر کړی دی.

روسیه د یونان ګدی سوداګریزې برخې لري او دې اړیکو پر روسیې د اروپایي ټولنې له لوري لګول شویو بندیزونو زیانمني کړې دي او یونان تیره ورځ له دې بندیزونو سره خپل مخالفت اعلان کړ.

له دې سره روسیه غواړي ترڅو د یونان له خاورې په ګټې اخستنې سره اروپا ته خپل غاز ولیږدوي همدارنګه روسیه په دې هیواد کې نورو اقتصادي برخو ته هم لیوالتیا ښودلې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *