پاکستاني چارواکي وايي، د ډيورنډ کرښې سره نژدې قبايلي سيمو مومندو او جنوبي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او “اورپکو” تر منځ نښتو کې اووه وسله وال وژل شوي دي.

په مومندو کې د پاکستاني ځواکونو او اورپکو تر منځ د جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.

سرچينې وايي، “او160527110456_pakistan_afghan_border_fata_army_640x360_afp_nocreditرپکي” له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتل، امنیتي ځواکونو پرې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې څلور تنه ووژل شول.

د دغو کسانو مړي د پلټنې لپاره ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

همدا ډول د جنوبي وزيرستان په شوال سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو او اورپکو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې درې تنه وسله وال وژل شوي او يو ټپي دي.

امنيتي سرچينو د دغو پېښو پخلی کړی دی.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې په دې ډول پېښو کې زیاتوالی راغلی دی چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسله والو او امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *