د عربستان د مفتي د څرګندونو په هکله د الجزایر د دیني چارو د وزیر غبرګون

د شروق الجزایر خبري آژآنس د وزير-الشؤون-الدينية-بوعبد-الله-غلام-اللهریپوټ له مخې د الجزایر دیني چارو پخواني وزیر غلام الله بو عبدالله د الجزایر د خپلواکۍ غورځنګ په برخه کې د عربستان منفي رول او د تیرې پیړۍ په نویمه لسیزه کې کورني جګړې ته نغوته کړې ده. ده ویلي عربستان تل د امریکا او اسرایلو په ګټه کار کړی او د مقاومت د ګوندونو پر وړاندې یې چلند کړی دی. دده دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د عربستان مفتي څه موده وړاندې ویلي وو چې د الجزایر انقلاب د دین پر وړاندې او ملحد وو. د ویلو وړ ده چې د امنیتي سرچینو در یپوټونو له مخې په نولس سوه څلور نویم کال کې د الجزایر د کورنۍ جګړې پر مهال چې د تیرې پیړۍ په نهمه لسیزه کې رامڼخ ته شوې د ابن عثمین فتوا ډیره اغیزه درلوده. نومه وړی د عربستان له مهمو مفتیانو څځه شمیرل کیده چې په دوه زره یو کال کې یې له دې نړیه سترګې پټې کړې. د هغې مهال فتواوو د سلګونه کسانو وژلو ته لاره هواره کړې وه دا مهال ډيری کسان د عنتر الوابري او نورو ډلو له لوري وژل شوي وو له دې څخه یوه ډله GIA په نامه یادیده چې مشري یې جمال الزیتوني کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *