ددې عملياتو لومړی پړاو په بشپړه توگه ددي ښار د کلابندی لامل گرځيدلی او عراقي پوځ چي د امريکا په مشري دا يتلاف او مليشيو له مرستو برخمن دي د عملياتو دوهم پړاو ته د چمتوالي په حال کي دي

عراقي پوځ چې د ملیشو او کرد میخکین مرګو او همدارنګه د داعش پر وړاندې دایتلاف له هیوایي بریدونو برخمن دی د فلوجې ښار د نیولو په لومړي پړاو 516556کې چې د تیرې اونۍ د دوشنبه په ورځ په لاره اچول شوی وو، دا ښار په بشپړه توګه کلا بند کړی دی او اوس عراقي پوځ د عملیاتو د دوهم پړاو له چمتوالي خبر ورکوي.

د بدر لښکر د مشر هادي امیري په وینا: فلوجه ښار به ډير ژر ونیول شي.

له دې سره هغه کورنۍ چې له دې ښاره په وتلو بریالی شوې دي له کړکیچن حالت سره مخ دي، بیوځلې، زور زیاتی، وحشت ویره، ډار او اندیښنې یې له څیرو له ورایه ښکاري.

دوی د داعش تر واک لاندې د ژوند په هکله داسې وایي:

کډواله “مونږ له دریو کلونو راهیسې په اسادرت کې وو. په دې موده کې مو خرابه او فاسده خورما خوړله د داعش ډلې به مونږ له یوې سیمې بلې سیمې ته بیولو تودې اوبه او پاتې شونې ډوډۍ زمونږ خوراک وو اوس ډیر خوشحاله او د خدای شکر ګذاره یو. مونږ فقط ددې سیمو د خپلواکۍ غوښتونکي یو آیا داسې باور لرئ چې په فلوجه کې د یوې بوجې اوړو بیه یو سل پنځه ویشتو زرو عراقي دینارو ته رسیدلې وه او یو موټۍ ورجې په پنځوس زره دیناره پلور کیدې په دې بیه هم دې توکیو ته لاس رسی نه وو؟!”

فلوجه لومړنی ښار وو چې په دوه زره څوارلسم کال کې د داعش واک ته ورغی

د ریپوټونو له مخې د امریکا د اټکل له مخې په دې ښار کې له پنځه سوه تر اوه سوه د داعش وسله وال شتون لري.

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي بنځه میاشتې وړاندې ویلي وو دوه زره شپاړسم کال به د داعش پر وړاندې د عراقي پوځ د بریا کال وي.

ویل شوي چې په عراق کې د داعش پر وړاندې بریا به په دې هیوادکې سیاسي ناندرۍ هم لږې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بغداد زرغونه سیمه یو ځل بیا د حکومت پر وړاندې د لاریونونو د تر سره کیدو شاهده وه پولیسو د لاریون کونکو پر وړاندې له اوښکې بهونکي غازو کار اخستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *