د عربستان د مفتي د څرګندونو په هکله د الجزایر د دیني چارو د وزیر غبرګون
د عربستان د مفتي د څرګندونو په هکله د الجزایر د دیني چارو د وزیر غبرګون
د شروق الجزایر خبري آژآنس د ریپوټ له مخې د الجزایر دیني چارو پخواني وزیر غلام الله بو عبدالله د الجزایر د خپلواکۍ غورځنګ په برخه کې د عربستان منفي رول او د تیرې پیړۍ په نویمه لسیزه کې کورني جګړې ته نغوته کړې ده. ده ویلي عربستان تل د امریکا او اسرایلو په ګټه کار کړی او د مقاومت د ګوندونو پر وړاندې یې چلند کړی دی. دده دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د عربستان مفتي څه موده وړاندې ویلي وو چې د الجزایر انقلاب د دین پر وړاندې او ملحد وو. د ویلو وړ ده چې د امنیتي سرچینو در یپوټونو له مخې په نولس سوه څلور نویم کال کې د الجزایر د کورنۍ جګړې پر مهال چې د تیرې پیړۍ په نهمه لسیزه کې رامڼخ ته شوې د ابن عثمین فتوا ډیره اغیزه درلوده. نومه وړی د عربستان له مهمو مفتیانو څځه شمیرل کیده چې په دوه زره یو کال کې یې له دې نړیه سترګې پټې کړې. د هغې مهال فتواوو د سلګونه کسانو وژلو ته لاره هواره کړې وه دا مهال ډيری کسان د عنتر الوابري او نورو ډلو له لوري وژل شوي وو له دې څخه یوه ډله GIA په نامه یادیده چې مشري یې جمال الزیتوني کړې ده.