طالبانو د ملا منصور وژل کېدل تایید کړل، هبت الله اخندزاده یې خپل نوی مشر ټاکلی

وسله والو طالبانو تایید کړې چې ددوی مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی او ملا هبت الله اخندزاده د هغه ځایناستی ټاکل شوی دی.

د قاري یوسف احمدي په نوم د طالبانو یوه ویاند لخوا رسنیو ته نن (جوزا/ غبرګولي ۵مه) په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ددې ډلې مشر د جوزا/غبرګولي په لومړۍ نېټه د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان بلوچستان ایالت “نوشکي” سیمه کې وژل شوی.

په خبرپاڼه کې تایید شوې چې اختر منصور د امریکا بې پيلوټه الوتکې په نښه کړی دی.

طالبا29C29BE7-F113-4B17-836B-14442B45C722_w987_r1_sنو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د رهبرۍ شورا د پرېکړې له مخې مولوي هبت الله اخندزاده د ملا منصور ځایناستۍ ټاکل شوی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی او د طالبانو د پخواني مشر او بنسټګر ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د هبت الله اخندزاده مرستیالان ټاکل شوي دي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی دی.

امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ۱۳۹۵ کال د جوزا/غبرګولي لومړۍ نېټه د پاکستان بلوچستان ایالت کې د منصور لېږدوونکی موټر په نښه کړ.

طالبانو ویلي چې اختر منصور له سخت حالت سره مخ و، خو سره له دې هم د “طاغوت” غوښتنو او ګواښونو ته تسلیم نشو او نه یې د “تحمیلي او تذویري بهیر” وړاندیزونه ومنل. ښایي د طالبانو اعلامیه کې د “طاغوت” نه هدف امریکا او د “تحمیلي او تذویري پروسې” موخه د افغانستان له دولت سره د مذاکرې وړاندیز وي.

په اعلامیه کې د منصور د وژل کېدو څرنګوالي او ایران ته د هغه د سفر په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته په رسنیو کې د یوه پاکستاني پاسپورت انځورونه خپاره شول چې د منصور څېرې ته ورته عکس یې درلود. پاکستاني چارواکو وویل، ددې پاسپورت درلودونکي د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې تر وژل کېدو “څه موده” وړاندې له ایران نه ستون شوی و.

د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې د وژل شویو مړي د بلوچستان ایالت یوه ملکي روغتون ته ولېږدول شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *