2F7292E4-209F-4B51-B627-E36A1BD0E159_w987_r1_sګلبدین حکمتیار پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د ده په مشرۍ له اسلامي ګوند سره له جګړې او مخالفت لاس واخلي او د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ورسره ګډه تګلاره غوره کړي.

ښاغلي حکمتیار په یوه لیکلي پیغام کې چې رسنیو ته یې لیږلی دغه راز د ملااخترمحمد منصور د وژل کیدلو له کبله د هغه کورنۍ او پلویانو ته خواخوږي بیان کړې ده.

حکمتیار لیکلي “طالبانو ته مي يو ځل بيا او په دې خاص پړاو كي وړانديز او مشوره دا ده چي راشئ د هېواد د روان بحران د حل لپاره گډ دريځ او گډہ تگلاره غوره كړو، هم د سولي په ارتباط، هم د مقاومت او جهاد په ارتباط او هم د هېواد د راتلونكي په ارتباط”.

ګلبدین حکمتیار پداسې حال کې وسله والو طالبانو ته د ائتلاف بلنه ورکړې ده چې تیره اونۍ د اسلامي ګوند (حکمتیار ډلې) استازو او د افغانستان د سولې د عالي‌ شورا غړو د سولې د یوه تړون مسوده چمتو کړه او د تایید لپاره یې ولسمشر محمد اشرف غني او ښاغلي حکمتیار ته واستوله.

طالبانو پخوا د حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره ائتلاف کول رد کړي وه او څو ځلې د دواړو غاړو وسله والو د یو بل پر ضد په جګړې لاس پورې کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *