63CF4515-0717-45B4-89EF-C4A1D7F1591A_w987_r1_sزلمی خلیلزاد په واشنگټن، عراق او ملگرو ملتونو کې تر ماموریتونو وروسته هم د واشنگټن په سیاسي کړیو کې فعال دی.

شریک کول

په افغاسنتان کې د متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي چې د پاکستان په اړه د امریکا پالیسي بدله شوي ده او د اسلام اباد سره د واشنگټن صبر و حوصله “تقریباً ختمه شوې” ده.

ښاغلي خلیلزاد د اشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې په هوایي برید کې د ملا منصور وژنه، د پاکستان په بلوچستان کې د طالبانو پر مشرانو باندې د متحده ایالاتو لومړنی برید دی او کیدای شي دیته ورته نور عملیات هم وشي.

ښاغلی خلیلزاد وایي چې د ملا منصور له منځه وړل پر پاکستان باندې د فشار د زیاتولو معنی لري.

د متحده ایالاتو پخوانی دیپلومات په دې مرکه کې دا هم وایي چې متحده ایالات او نور نړیوال بنسټونه له نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق او نور باید له پاکستان سره هر ډول اقتصادي مرستې بندې کړي.

ښاغلی خلیلزاد د پاکستان لخوا د ځمکنۍ او حریم د نقص کیدلو تور بې ځایه بولي او وایي چې برعکس د ملا منصور وژنې دا ثات کړل چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسیږي.

د حکمتیار سره د موافقې او د افغانستان د نورو موضوعگانو په اړه د زلمي خلیلزاد سره مرکه دلته اوریدلی شی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *