د مصر یو چارواکی وایي، د مصر هوایي شرکت (ایجپټ ایر) الوتکه چې مدیترانې سمندرګي کې نسکوره شوه، د پخوانیو راپورونو پر خلاف د رادار له صفحې تر ورکېدو وړاندې نه وه چورلېدلې او تګ لوری یې هم نه و بدل کړی.

د ایربس-۳۲۰0,,19269633_302,00 الوتکه له ۶۶ مسافرو او خدمې سره له پاریس نه قاهرې ته روانه وه چې د پنجشنبې ورځې (مې ۱۸مه) په لومړنیو ساعتونو کې له رادار پردې ورکه شوه.

د یونان دفاع وزیر ویلي و چې الوتکه سمندر ته له لوېدو وړاندې لومړی ۹۰ درجې چپ اړخ ته او وروسته ۳۶۰ درجې ښي لور ته ګرځېدلې وه.

خو د مصر د هوایي چلند یوه لوړپوړي چارواکي وویل، د الوتکې تر نسکورېدو وړاندې هېڅ غیرعادي پېښه نه ده رامنځته شوې.

د مصر د هوایي خدمتونو د ادارې سرپرست ایهاب عزمي اسوشیټېډ خبرې اژانس ته ویلي، الوتکه تر تري تم کېدو وړاندې ۳۷ زره فوټه (۱۱۲۸۰ متره) کې په عادي لوړوالي روانه وه.

هغه د مدیترانې اوبو کې د الوتکې د ټوټو موندلو ته په اشارې وویل، “دا واقعیت د یوناني چارواکو د څرګندونو اهمیت کموي چې ویلي یې و د رادار له صفحې تر ورکېدو وړاندې په ناڅاپي ډول د الوتکې ارتفاع کمه شوې وه.”

د یونان دفاع وزیر پانوس کامنوس ویلي و، رادارونه ښيي چې ایربس – ۳۲۰ تر دوو ناڅاپي او توندو چورلېدنو وروسته ۲۵ زره فوټه راټیټ شوی و.

ښاغلي عزمي زیاته کړه، الوتکې د مصر هوایي حریم ته تر ننوتو وروسته هېڅ ستونزه نه لرله.

هغه وویل، د څارنې برج یو ځل بیا د قاهرې پر وخت سهار په ۲:۳۰ دقیقو له الوتکې سره چې نژدې وه د مصر هوایي حریم ته ننوځي له پیلوټ سره اړیکه ونیوله، خو له “پرلپسې هڅو سره سره، الوتکې ځواب ورنه کړ.”

د هرالد هوایي چلند خپرونې تېره اونۍ راپور ورکړ چې د الوتکې تر ورکېدو درې دقیقې وړاندې د اورلګېدنې د خطر زنګ د الوتکې په تشناب کې فعال شوی و.

ښاغلي عزمي په هغه بیانیه کې چې د الاهرام ورځپاڼې خپره کړه همداراز د الوتکې د پیلوټ او د مصر د څارنې برج ترمنځ اړیکې ټینګېدل رد کړل.

ښاغلي عزمي له اسوشیټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو سره په نورو مرکو کې په دې تړاو ډېر وضاحت ورنکړ.

مصر د یکشنبې په ورځ خپل یو اوبتل د لټون سیمې ته واستوه ترڅو د الوتکې د پرواز ثبتولو دستګاه په موندلو کې مرسته وکړي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د ایم ایس۸۰۴ نمبر الوتنې د نسکورېدو په تړاو وویل، “د تاییدولو لپاره هېڅ کومه نظر نشته.”

نورو مصري چارواکو ویلي و چې احتمال لري تر تخنیکي ستونزې ډېر ترهګریز برید د الوتکې د نسکورېدو لامل شوی وي.

مدیترانې کې د لټون عملیاتو کې د الوتکې د ټوټو او سامانونو لکه د نجات جاکټونو، د مسافرو د بدن برخې هم موندل شوي دي. د الوتکې اصلي بدنه او تور بکس لا نه دی موندل شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *