له داعشه د فلوجې د نيولو عملياتو زور اخستى دى عراقي چارواکي وایي، له داعش وسله والې ډلې څخه د فلوجه ستراتیژیک ښار 017727874_30300-660x330د نیولو په موخه پوځي عملیاتو زور اخیستی دى.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي پرون وویل، چې د حزب الله د وسله والې ډلې له ملیشو سره په ګډه یې په فلوجه تهاجمي برید پیل کړی، چې دا مهال ډیری سیمې یې له داعش وسله والو بېرته نیولې دي.

د عراق ځایي رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې په دغو نښتو کې تر اوسه د یو شمېر داعش وسله والو په ګډون لس ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

بلخوا راپورونه وایي، په فلوجه کې امریکایي هوایي ځواکونو په تېروتنه كې د عراق ولسي پاڅون کوونکي په نښه کړي دي.

ویل کیږي فلوجه ته ټولې لویې لارې داعش وسله والو په بمونو پوښلې دي، چې د عراقي ځواکونو د پرمختګ مخه یی ډب کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *