په یمن کې په انکلستان کې جوړ شوي بمونه کارول کېږي

د The Independent ورځپاڼې د خبر له مخې ویل کېږي، چې د یمن په سرحدي سیمه کې هغه بمونه چې په انګلستان کې جوړ شوي، موندل شوي دي. د BL-755 بمونه چې د Tornado ډوله الوتکو لپاره کومې چې د سعودي عربستان دهوايي ځواکونو په تشکیل کې دي، جوړ شوي دي.

ددغو او ورته نورو وسلو کارول چې ملکي وګړو لپاره ګواښ بلل کېږي، په جګړو کې د نړیوالو کنوانسیونو لخوا منع شوي دي. ددغو بمونو ډیر شمیر د جګړې پر مهال نه چوي او په مینونو چې وروسته چاودنه کوي، بدلېږي618317.

د بشري حقونو او د بخښنې د نړیوالو سازمانونو استازو چې دغه بمونه یې موندلي، د انګلستان له حکومت څخه یې غوښتي، چې د د دغو بمونو چې په دې هیواد کې جوړ شوي دي، د کارونې د مخنيوي لپاره ډیرې هڅې وکړي.

د سعودي عربستان په وسله وال پوځ کې د۸۰ په شا او خوا کې د Tornado ډوله الوتکې شتون لري. د بشري حقونو ساتونکي یادونه کوي، چې د سعودي عربستان سره په دې تړاو د تړون له مخې انګلستان باید د منسوبینو روزنه او د الوتکو د ساتنې چارې هم تر سره کړي.

د بښنې نړیوال سازمان غږ کړي، چې په دې ماموریت کې د انګلستان د استخباراتي ادارو د چارواکو برخې لرلو په هکله څیړنه وشي او که نه نو دا خو یوه ریښتینې رسوایې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *