د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له زندانه ٢٣ دولتي او ملکي کسان را ازاد کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په کرو څلورلاري کې د وسله والو طالبانو يو زندان نيولى دى.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونو له دغه زندانه ٢٣ ملکي او دولتي کسان راخوشي کړي دي.

د ځ81860894-70342885واک په وينا، امنيتي ځواکونو د ياد زندان درې ساتونکي هم نيولي چې اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.

دغه راز په مارجې کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په کرو څلورلارې او سيستاني سيمو کې د وسله والو طالبانو دوه زندانونه مات کړي دي.

هغه وايي چې له يادو زندانونو يو شمېر کسان راخوشي شوي او د زندان د نيونې پر مهال د طالبانو دوه موټرسايکلونه او يو موټر هم سوځول شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د يادونې ده، شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د مارجې د قوماندانۍ او ولسوالۍ له ودانيو پرته نوره ټوله دغه ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

په دې موده کې په يادو دواړو ودانيو کې امنيتي ځواکونه د طالبانو له لوري کلابند دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *