پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي فکر نه کوي، چې پاکستان به د طالبانو خلاف کوم پوځي اقدام وکړي.

د نوموړي په وینا دوی (طالبان ) د پاکستان دلاس وسایل دي، چې د افغانستان پر ضد یې کاروي او وايي دوی به و نه غواړي، چې دغه و4239284-3x2-700x467سایل له لاسه ورکړي.

د بي بي سي پښتو تلویزیون له ایمل پسرلي سره ځانګړې مرکه کې ښاغلي کرزي د ولسمشر محمد اشرف غني د هغو څرګندونو په اړه، چې ګواکې که طالبان خبرو ته نه حاضریږي، باید اسلام اباد د افغان طالبانو خلاف اقدام وکړي، دغه څرګندونې کړې.

د اسلام اباد څلور اړخیزې غونډې په هکله، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو زمینې برابرولو لپاره کېږي هغه وویل، چې د افغانستان مساله په بهرنیانو پورې تړلې ده، ځکه په وینا یې که داسې نه وي، بیا وايي ولې بهرنیان د افغانستان اړوند موضوع پر سر خبرې کوي.

نوموړی وايي له همدې کبله باید د روسیې، هند او ایران په ګډون نور هغه هېوادونه، چې په سیمه کې نفوذ لري په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

ښاغلی کرزي دې لړ کې د چین رول ستايي او وايي د چین او افغانستان اړیکي دا وروستیو کې تاوده شوي دي او دغه هېواد له پاکستان سره هم ښه اړیکي لري، چې پر بنسټ یې تمه کېدای شي پر پاکستان به د دوی اغیز مثبت وي.

د افغان حکومت له لوري د شپږو لوړپوړو طالبانو د اعدام په اړه د پوښتنې په ځواب کې ښاغلي کرزي وویل، دی د اعدامونو پلوي نه دي او وايي د دې پر ځای، چې د تاوتریخوالي پر وړاندې تاوتریخوالی وشي، باید ټولې هڅې د سولې راتګ لپاره وي.

د نوموړي په خبره د افغانستان جګړه د پردیو جګړه ده، چې وايي باید افغانان یې پر ځان تاوان نه کړي.

هغه وايي تېرو تجربو رازده کړل، چې تاوتریخوالی د متقابل تاوتریخوالي له لارې له منځه نه ځي، بلکې وايي موږ افغانان باید په ځيرکتیا او ورورګلوۍ ځان د پردیو له دغې تپل شوې جګړې ازاد کړو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *