ولسمشر غني به په دغه سفر کې د قطر له لوړو پوړو مشرانو سره پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې

د ارګ څخه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ولسمشر غني د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په رسمي بلنې د شنبي په ورځ په دوه ورځني سفر دوحې ته ورسېده.

د ارګ544D389C-8B8B-430B-BE39-30EB2FCD64CF_cx0_cy2_cw0_w987_r1_s_r1 اعلامیه وایي ولسمشر غني به د ”ثبات او هوسایي د ټولو لپاره“ په یوې مهمې غونډې کې برخه واخلي او وینا وکړي.

ټاکل شوې چې، چې هغه به د قطر له امیر او د هغه هېواد صدراعظم سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا ښه کولو او نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني به همدارنګه د قطر د تاجرانو شورا او په قطر کې د مېشتو افغان سوداګرو او سره هم وویني. له هغه سره په دغه سفر کې ځني لوړ پوړي افغان چارواکي هم مله دي.

قطر هغه هېواد چې طالبانو ته په کې سیاسي دفتر پرانیستل شوی و، خو معلومه نه ده چې ولسمشر غني به له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هم له قطري چارواکو سره خبرې وکړي کنه. د ارګ اعلامیه هم ډېر تفصیل نه دی ورکړی.

د افغان ښځو پرمختګونه

ولسمشر غني قطر ته تر روانېدو مخکې په کابل کې په افغان تولنه کې د ښځو د ونډې او پیاړتیا درېیم نړیوال سمپوزیم په افتتحایه غونډې کې وویل چې د ټولنې په بیلابیلو برخو کې د ښځو پیاړتیا د افغان حکومت په لومړیتوب کې ځای لري.

نوموړي زیاته کړه افغانې ښځې د ځانګړې او هراړخیزې ونډې غوښتونکې دي او له نارینو څخه یې وغوښتل، چې د ښخو د زیاتې ونډې لپاره زمینه برابره کړي. ښاغلي غني وویل “افغانه ښځه حاضر نه ده چې په شا تګ وکړي، افغانه ښځه مخ په وړاندې ځي او له افغان نارینه سره اوږه په اوږه ځي.”

ښاغلي غني زیاته کړه د تیر په پرتله په دولتي ادارو کې د افغانو ښځو ونډه زیاته شوې، چې په وینا یې دا مهال د اوسنۍ کابینې څلور وزارتونه د ښځو له خوا اداره کیږي او ۲۴۰ قاضیانې د افغانستان په عدلي او قضایي سیسټم کې فعالیت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، چې د یاد سمپوزیم مشري کوي غونډې ته وویل، د څلورو وزارتونو د رهبرۍ سربیره په ځینو وزارتونو کې یو شمیر ښځې د مرستیالۍ دندې هم پر مخ وړي.

ښاغلي رباني وویل، د دې سمپوزیم د څیړنو پایلې به د برکسل او وارسا نړیوالو غونډو ګډونوالو ته هم وړاندې شي. له دې مخکې د ښځو د پیاړتیا دویم نړیوال سمپوزیم د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په ناروې او لومړنۍ سمپوزیم د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د امریکا په متحده ایالاتو کې جوړ شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *