روسیه چمتو دی ترڅو افغانستان کی د چورلکو ترمیمولو،تخنیکي،خدماتي او د انجینرانو د روزنو یو مرکز پرانیزی

خییفر د روسی د چورلکو یو معتبره سهامی شرکت لوی مشر وایی چی روسیه چمتووالی لری ترڅو په افغانستان کی د چورلکوترمیمولو،تخنیکی او خدماتی زدکړي او د انجینرانو روزني په موخو یک مرکز پرانیزی615675.

خییفر د افغان ولسمشر خپلواک او مشترک المنافع هیوادو لپاره ځانګړي استازي محمد شاکر کاگر سره مسکو ښار په یو ناسته کی یي خبری کولای، ښاغلی خییفر وویل د یاد شوی موخو د مرستو پراختیا لپاره په لمړی پلاو کي د (روسی د چورلکو سهامی شرکت) یو گروپ متخصصین افغانستان ته به واستول شي.

نوموړی زیات یي کړه چي هغوی ډنده لری ترڅو په افغانستان د شته چورلکو تخنیکی وضعیت،د ترمیمو څرنګوالی او تمدید او د چورلکو د استفادی موده تثیبت کړي

له بلی خوا د افغان ولسمشر د خپواک او مشترک المنافع هیوادو لپاره ځانګړي استازی محمد شاکر کارگر د روسي او په ځانګړی ټوګه د دغی هیواد د چورلکو سهامی شرکت څخه یي مننه وکړه او ښاعلي خییفر ته یي ډاډ ورکړ چی افغانستان حکومت چمتو دی چی په دی موخه اسانتیاوی برابری کړی.

دا په داسی حال کی ده چی د روسي هیواد دیری نظامی وسایل په ځانګړی ډول جنګي او یا هم ترانسپورتی چورلکی چي افغانستان کی موجودی دی، یا خراب شوی ترمیم ته ضرورت لری او یا هم د دیرِ مودی تیریدو له کبلهد استفادی وړ نه دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *