داعش ډله له ګډوډۍ په ګټې اخیستو لیبیا ته ننوتلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، “اسلامي دولت” ډلې د لیبیا سرت ښار کې بشرضد کړنې ترسره کړې دي، چې وايي ۴۹ کسان په بې رحمانه ډول وژلي. د دوی دا وژنې د “وېرې صحنې” په نامه یادې شوې دي.

سرت 141204082251_isis_libya_624x351_reutersښار د لیبیا سمندر ته څېرمه پروت دی، چې د “اسلامي دولت” ډلې د سنګر د “ټینګې کلا” په توګه کارول کېږي.

دغه راپور، چې د چارشنبې په ورځ په ۴۱ مخونو کې خپور شوی، د عیني شاهدانو له خولې پکې وژنې د “وېرې صحنې” په نامه یادې شوې. راپور کاږي، د ۲۰۱۵ کال فبرورۍ کې د لسګونو کسانو سرونه غوڅ شوي دي.

په راپور کې راغلي، “اسلامي دولت” نومې ډلې په ناقانونه توګه ۴۹ کسان وژلي، چې بندیان، سیاسي مخالفان او په “څارګرۍ”، سحر او خدای ته د سپکاوي په تور نیول شوي کسان هم پکې دي.

دغې ډلې لیبیا کې د سیاسي اړدوړ له جوړېدو وروسته د خپلې پښې اېښودو ځای پیدا کړ، لیبیا پر دوو سیالو حکومتونو ووېشل شوه، چې ډېری ملېشو د یوې ډلې ملا وتړله.

د بشري حقونو د څار سازمان، چې مرکز یې په نیویارک کې دی، دداسې کسانو راپور هم خپور کړی، چې د سیګریټ څکولو او سندرو ته د غوږ نیولو له کبله په دُرو وهل شوي او یا آن “راځړول شوي” دي.

 دغې ډلې لیبیا کې د سیاسي اړدوړ له جوړېدو وروسته د خپلې پښې اېښودو ځای پیدا کړ، لیبیا پر دوو سیالو حکومتونو ووېشل شوه، چې ډېری ملېشو د یوې ډلې ملا وتړله.

په راپور کې د سرت ښار د ۴۵ کسانو پر مرکو تکیه شوې، چې وايي مرکې د تېر کال مارچ کې شوې دي.

د احلام په نامه یوې ۳۰ کلنې عیني شاهدې ویلي، مصراته ښار ته د درملنې لپاره ولاړه چې په وینا یې “په سرت کې ژوند د زغم وړ نه دی. ټول خلک په وېره کې ژوند کوي. دوی بې ګناه وګړي وژني، خرڅلاو ځایونه نه شته، روغتونونه نه شته، ډاکټران، نرسان او درمل هم نه شته… په هره کوڅه کې جاسوسان دي. ډېری خلک له ښاره ووتل خو موږ زړه – نازړه پاتې یو. د وتلو لپاره پیسې نه لرو”.

په تېره اپرېل میاشت کې د امریکا پوځ کارپوهانو لیبیا کې د “اسلامي دولت” ډلې د جنګیالیوشمېر شاوخوا ۶۰۰۰ کسان اعلان کړی و، خو د لیبیا د پوځي یوه استخباراتي چارواکي د بشري حقونو د څار سازمان ته دا شمېره ۲۰۰۰ جنګیالیو ډېره نه ده ښودلې، چې په وینا یې ۷۰ سلنه یې بهرنیان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *