څلوراړخیز بهیر ګډونوال سبا په اسلام باد کې غونډه کوي
په اسلام اباد کې د څلوراړخیز بهیر د چهارشنبې د ورځې غونده د نږدې درې میاشتې ځنډ وروسته جوړیږي.
له شاوخوا درې میاشتني ځنډ وروسته ټاکل شوې، چې سبا په اسلامآباد کې د امریکا، افغانستان، چین او پاکستان د سفیرانو په کچه د څلور اړخیزو مذاکراتو لړۍ بیا له سره پیل شي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حُسین مرتضوي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې دا غونډه یوازې د سولې د خبرو لپاره نه جوړیږي او زیاته یې کړه، چې په دې غونډه کې به د څلورو هیوادونو سفیران په مختلفو مسایلو بحث وکړي.
هغه وویل “دا غونډه چې ټاکل شوې په اسلامآباد کې وشي، د څلور اړغیزې غونډې د غړو هیوادونو د سفیرانو په حد کې ده، خو د افغانستان د حکومت ټینګار په دې دی، چې د پاکستان دولت په خپلو هغو ژمنو عمل وکړي، چې په څلور اړخیزې غونډې کې یې کړې وې، عملي ګامونه پورته کړي، په اوسني وضعیت کې د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت په برخه کې بینالافغاني خبرې زیاتې ګټورې ویني.”
د څلور اړخیزو مذاکراتو وروستۍ غونډه تیرکال د حوت میاشتې په څلورمه نېټه په کابل کې د افغان حکومت، امریکا، چین او پاکستان د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
د غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې وه، چې د پاکستان به کوربتوب به د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ مذاکراتو لومړی دور پیل شي، خو طالبانو د یو بیان په خپرولو په دې خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړه.
دغه راز، په دې غونډه کې پریکړه شوې وه، څلور واړه هیوادونه په ځنګړې توګه پاکستان به د هغو ډلو پر وړاندې، چې د سولې خبرو ته غاړه نه اږدي جدي اقدامات وکړي.
خو د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغان حکومت د دې غوښتنې په ځواب کې وویل، چې هیواد يې په خپله خاوره کې د افغان وسلهوالو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات نه کوي.
له هغې وروسته افغان حکومت ګواښ وکړ که چیرې پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونکړي، افغانستان به د دغه هیواد په وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي.
تیره اونۍ افغان ولسمشر بریتانیا کې د خپل سفر پر مهال په یوې غونډه کې د پاکستان پر سیمه ایزو سیاستونو نیوکه وکړه او پاکستان یې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې په نه همکارۍ تورن کړ.