د ټوټاپ پروژې د لارې بدلون په غبرګون لاریون دهمزنګ ته رسیدلی دی

په دې لاریون کې په زرګونه کسانو ګډون کړی د یوشمیر کسانو له لوري په لاره اچول شوی او د نیوکه یې د بامیانو پر ځای د سالنګ په لاره د ټوټاپ پروژې په رالیږدولو ده.

که څه ولسمشر د دې پروژې د څیړنې په موخه د یوه کمیسیون139502221240512387684634 د رامڼخ ته کولو حکم صادر کړی خو لاریون کونکي وایي چې دا کمیسیون دوی ته دمنلو وړ ندی او باید هرو مرو دا برښنا د بامیانو له لارې را ولیږدول شي. دډې لاریون پر مهال لویه اندیښنه د لاریون کونکو او امنیتي ادارو ترمنځ د وروستي تم ځای په هکله اختلافات دي. امنیتي ادارو ویلي لاریون کونکي باید حضوري چمن په لور وخوځیږي خو دوی وایي چې دوی خپل وروستی تمځای د پښتونستان څلور لاره چې د ولسمشری ماڼۍ مخې ته پرته ده، ټاکلی دی. دا به څو شیبې وروسته روښانه شي چې آیا امنیتي ادارې به له خپل دریځه په شا شي او که لاریونه کونکي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې جنجالي پروژې د لارې په ملاتړ او مخالفت له څو ورځو راهیسې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې لاریونونه دوام لري او په لاره اچول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *