د ګلابز خبري آژآنس د ریپوټ له مخې: د اسرایلو د صادراتو او نړیوالو هوساینې موسسې ویلي: «په دوه زره پنځه لسم کال کې د لومړي ځل لپاره د تیرو شپږو کلونو په پرتله د صادراتو کچه ډيره ټیټه شوې ده چې شمیره یې دوه دیرش اعشاریه څلورو میلیاردو ډالرو ته رسیدلې ده او دا د تیر کال په پرتله دوه اعشاریه اته سلنه کمښت ښیيimages__stories__image2015__world__israiil-1

د منځني ختیځ د ریپوټ له مخې: ددې موسسې له لوري ورکړل شوي مالومات ددې ښکارندویي کوي چې ددې کمښت لویه برخه د سیلانیانو اړوند دي چې له شپږ سلنې کمښت سره مخ شوي دي  او دا ټکی په ښه توګه په روښانه کوي چې  اسرایلو له بریدو وروسته چې په غزه یې پیل کړی وو د دوه زره څوارلسم کال په وړي کې ددې سیمې د سیلاني برخه له ستونزو سره مخ شوې ده.

اعلان شوې پآیلې ددې ښکارندويي کوي چې د نیول شویو سیمو شتون او د هتلها وو د عوایدو کچه تر ډيره ټیټه شوې ده.

له دې سره د خپرو شویو مالوماتو له مخې د سوداګرۍ په برخه کې دوه سلنه کمښت رامنځ ته شوی او د دوه زره څوارلسم کال په پرتله د فن آوری په حوزه کې د چوپړتیا کچه تر ډيره ټیټه شوې ده. او د کارپوهانو په آند دا سقوط د هغه یولس سلنې د کمښت له امله دي چې د اسرایلي رژیم (R&D) چې د ۳،۸ میلیارد دالره کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *