د ننګرهار یو شمیر مدني ټولنو او ځوانانو له لوري په لندن کې جمهور رئيس غني ته شوی سپکاوی د یو کمپاین پرمهال وغانده او د جمهور رئيس د ملاتړ اعلان یې وکړ.

جلال-اباد-مظاهره-660x330دوی نن له پښتونستان واټ څخه تر کابل هډې پورې د جمهور رئيس لوی عکسونه وځړول او په لوړ غږ یې د جمهوررئيس غني د ملاتړ اعلانونه کول.

د ننګرهار یو شمیر مدني فعالان وایي، دوى جمهور رئيس ته په لندن کې شوی سپکاوی غندي او له قضایي او عدلې ارګانونو غواړي، چې دغه کسان محاکمه کړي.

د شینوارو ولسوالیو د ځوانانو ټولنې مشر رڼاګل شینواري  په دې اړه له کلید سره په خبرو کې وویل، چې دوی جمهور رئيس غني ته رایه ورکړې او نوموړي ته هیڅ ډول سپکاوی نه شې زغملای.

په همدې حال کې بیا ننګرهار میشتى مدني فعال عبدالله سهار وایي،  د بیان ازادي د هر افغان حق دی؛ خو په دې ډول نه چې د مشرانو بې احترامې دې په کې وشي.

سهار زیاتوي، که چیرته عدلي او قضایي ارګانونه دغه شخص محاکمه نه کړي، دوی به خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړي.

د تیرې جمعې په ورځ هغه مهال چې جمهوررئيس د انګلیستان پلازمېنه لندن کې د فساد پر وړاندې د مبارزې كنفرانس په حاشيه كې يوې غونډې ته خبرې کولې، د دوو لندن میشتو افغانانو له لوري  ورته سپكې سپورې وويل شوې، خو وروسته دغه كار پر ولسي جرګې سربیره ، په ټولنیزو رسنیو کې هم په کلکه وغندل شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *