هلمند د افغانستان په سوېل کې نارامه ولایت دی، چې په وروستیو کې تاوتریخوالی پکې ډېر شوی.

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍکې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګي برید کې لږترلږه یو ولسي وګړی وژل شوی او څلور نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي160311070835_helmand_-_taliban_coordinated_attack_640x360_reuters_nocredit.

د هلمند د پولیسو شمر عبدالرحمن سرجنګ وايي، برید د شنبې په ګهیځ ( غویی ۲۵مه) هغه مهال وشو، چې ځانمرګي برید کوونکي پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي پر یوه امنیتي مرکز پورې وچوول.

ښاغلی سرجنګ زیاتوي، په برید کې یو ملکي سړی وژل شوی او څلور نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید د پولیسو پر یوه روزنځي شوی، چې اته کسان پکې ټپیان شوي.

د هلمند د امرجنسي روغتون سرچینې وايي، دوی ته د پېښې له ځایه ۱۳ ټپیان وروړ شوي چې یو پکې مړ شوی دی.

هلمند د افغانستان په سوېل کې نارامه ولایت دی، چې په وروستیو کې تاوتریخوالی پکې ډېر شوی.

د ننني برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، نن ګهیځ د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند بولان سیمه کې د پولیسو په تعلیمي مرکز موټر بم برید وشو.

نوموړی په برید کې د ګڼو پولیسو د ‘وژل’ کېدو او ټپي کېدو ادعا کوي.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *