داعش په ازبیکي ژبې هم راډيوي خپرونې پېل کړې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/05/F37F7A8F-5715-455B-93CE-88E83D774A32_cx0_cy14_cw0_w987_r1_s_r1.jpg)
له ننګرهار ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې اوس د داعش ډلې په دغه ولایت کې په ازبیکي ژبې هم نشرات پېل کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ دغه نشرات په ورځ کې درې وارې وي یعنی له سهار ۷:۳۰ بجې پېليږي او تر ۸:۳۰ پورې، همدارنګه ماښام هم په وقفه يي ډول دوه ساعته خپرونې لري.
د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد سلام وطندار ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، چې اوس د داعش ډلې د پښتو او فارسي ژبو ترڅنګ په ازبیکي ژبې هم نشرات پېل کړي دي.
د شینوارو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی قیوم شینواری هم تاییدوي، چې اوس دوی د داعش راډيو له لارې په ازبیکي ژبې هم خپرونې اوري.
دی وايي، چې دوی د ” خلافت زمریانو ” په نوم خپرونه کې له ازبیکي ژبو جنګیالیو سره مرکې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې افغان حکومتي چارواکو په ننګرهار ولایت کې د داعش راډيو د ویجاړېدو خبر ورکړ، خو د دغه راپور څخه داسې ښکاري، چې دوی یوځل بیا راډیويي نشرات پېل کړي او دا ځل يې په یو داسې تغیر، چې د افغانستان د پښتو، فارسي ژبو ترڅنګ يې ازبیکي ژبې ته هم ځای ورکړی دی.