بريتانيا، امريکا، فرانسې او اوکراين د امنيت په شورا کي د جيش الاسلام او احرار الشام د نومونو ور گډولو غوښتنه رد کړ

بريتانيا، امريکا، فرانسې او اوکراين د امنيت په شورا کي د روسيي له هغه ورانديز سره چي د ترهگرو په نوم لړ کې يي د جيش الاسلام او احرار الشام د نومو ور گډولو غوښتنه کړې وه رد کړ په دي دوه ډلو تور دی چي له داعش سره اړيکې لري0

روسیې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ته یو پلان وړاندې کړ چې موخه یې په سوریه کې پر یو شمیر ډلو بندیزونه او پّ دې هیواد کې د جګړې پای ته رسول وه. په دې پلان کې د ترهګریزو دلو په توګه د احرارالشام او جیش الاسلام ډلو پیژندل وه خو دا وړاندیز د بریتانیا امریکا فرانسې او اوکراین له مخالفت سره مخ شوی دی.

جیش اسلام په سوریه کې د جګړې برخې اخستونکي یوه ډله ده چې د خبرو عالي کمیټې یوه برخه شمیرل کیږي دا کمیټه د دسمبر په میاشت کې پّ ریاض کې رامنځ ته شوې یو شمیر عربي او لویدیځ هیوادونه یې ملاتړ کوي او د سوریې دولت وسله والو مخالفینو د استازو په توګه له دمشق سره په خبرو کې ونډه اخلي، دې ډلې د خبرو عالي کمیټې له غړیتوبه لاس اخستی خو بیا یې هم د جینو په ناسته کې ګډون کړی وو له دې سره چې ددې ډلې کړنې بنسټپاله دي خو بیا یې هم له القاعدې سره اړیکې رد کړې.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په کراتو ټینګار کړی چې دا دوه ډلې باید په خبرو کې ګډون ونکړي او پر دوی باید بندیزونه ولګول شي. دمشق او مسکو دا دوه دلې ترهګریزې او په سوریه کې د جګړې پر مخ بیوونکو څخه یې شمیري. له دې سره پر دې دوه ډلو د بندیز په تړاو د روسیې وړاندیز رد شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *