طالبانو پر لښکرګاه کړۍ تنګه کړې
طالب اورپکو پرون هغه مهال ١٥ پوليس ووژل چې دوه پوستې يې ونيولې. ورځپاڼې د ځينو ځايي چارواکو په وينا ليکلي چې له دې سره پر ولايتي مرکز فشار ډېر شوى.
ورځپاڼه د يوۀ چارواکي له خوله چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ليکي که حکومت ژر اقدام ونکړي ښايي يوه غميزه را منځته شي.
ورځپاڼه ليکي لومړي وزير دا شرمو
ونکې څرگندونې د ملکې الېزابېټ د ٩٠ زوکړې په لمانځغونډه کې وکړې.
د گارډين ننۍ گڼې سرليک وايي د ډېوېډ کامرون له خوله ووتل چې افغانستان او نايجيريا ښايي تر ټولو فاسد هېوادونه وي.
ورځپاڼه ليکي لومړي وزير دا شرموونکې څرگندونې د ملکې الېزابېټ د ٩٠ زوکړې په لمانځغونډه کې وکړې.
د گارډين په وينا د بريتانيا د لومړي وزير دغه راز خبرې د هغو مرستو په تړاو هم پوښتنې را پورته کوي چې بريتانيا له افغانستان او نايجيريا سره کړي.
ورځپاڼه وايي په ٢٠١٤ م کال کې له افغانستان سره د ١٩٨ ميليون پونډو او له نايجيريا سره ٢٣٧ ميليون پونډو په ارزښت د بريتانيا له لوري مرستې شوې دي.
ورځپاڼه وايي دا لومړى ځل نه دى چې لومړي وزير کيمرون له ملکې سره په تړاو په بې احتياطۍ چلند کړى. د ښاغلي کامرون وياند له افغانستان او نايجيريا سره د بريتانيا د مرستو په تړاو ويلي چې مخامخ د دغو هېوادونو حکومتونو ته په لاس نه ورکول کېږي.
د لومړي وزير وياند زياته کړې د دغو دواړو هېوادونو مشرانو ته ځکه د فساد په وړاندې مبارزې سرمشريزه کې د گدون بلنه ورکړل شوې چې د فساد په وړاندې مبارزه کوي او بريتانيا له دوى سره اوږه اوږه ولاړه ده.
واشنگټن پوست:
دې ورځپاڼې د افغان او امريکايي ځواکونو هغو عملياتو ته کتنه کړې چې په ترځ کې يې د پاکستان د پخواني لومړي وزير يوسف رضا گېلاني زوى علي رضا گېلاني د القاعدې له منگولو وژغورل شو.
ورځپاڼې ليکلي افغان او امريکايي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د ښاغلي گيلاني زوى چې له دريو کلونو راهيسې يرغمل و، له القاعدې سره له يوې تړلې ډلې خلاص کړ.
د ورځپاڼې په وينا د افغان او امريکايي ځواکونو دغه بريالى ماموريت د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته خوښۍ را وټوکولې.
ورځپاڼه وايي دا بريا د افغان ځواکونو پر وړتيا د تاييد يو مهر دى، چې دوى د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې د ښه والي په لور گام ډان ورځپاڼې هم د علي حيدر گيلاني ژغورنې ته کتنه کړې او داسې يو تصوير يې خپور کړى چې خلک د خوږو د ويشلو پر مهال ښيي.
ډان ورځپاڼې هم د علي حيدر گيلاني ژغورنې ته کتنه کړې او داسې يو تصوير يې خپور کړى چې خلک د خوږو د ويشلو پر مهال ښيي. ورځپاڼې همداراز يو شمېر پيغامونه خپاره کړي دي چې خلکو پر فېسبوک او ټوېټر د ښاغلي گيلاني کورنۍ ته ليکلي.