کونړکې چارواکي وايي د دغه ولایت د غازي اباد پرولسوالۍ د وسله والو مخالفانو ډله ایز برید په شا وهلی دی.

1332E903-2DA1-482E-A5B8-B939134A271C_w987_r1_sد کونړ ولایت کې امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت د غازي اباد پر ولسوالۍ د نن سهار په ډله ییز برید کې دعربو او پاکستانیانو په ګډون ۲۹ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دغه برید سهار په دریو بجو پیل شوی و،چې وسله وال طالبان ان د ولسوالۍ د ودانۍ دیوالو ته ور رسېدلي وو.

د کونړ والي وحید الله کلیمزي د یو خبري کنفرانس په تر څ کې وویل چې په دغه ډله ییز برید کې چې د دولت سلګونو وسله والو پکې برخه اخیستې وه ګډو امنیتي ځواکونو په شا تنبولی .

نوموړی وايي په جګړه کې ۲۹ وسله وال وژل شوي،چې د یولسو جسدونه د جنګ په میدان کې پاتې دي.

وموړی زیاتوي چې په دغه جګړه کې یو حکومتي عسکر هم وژل شوی او پنځه نور زخمیان دي.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الحبیب سید خېل امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې عربان او پاکستانیان هم شامل دي.

که څه هم چارواکي وايي چې اوس جګړه ارامه ده، خو دسیمې یو اوسېدونکی وايي چې طالبانو د ولسوالۍ د ودانۍ ټاورې هم سوځولي دي.

تر اوسه طالبانو ددغې جګړې په اړه حه نه دي ویلي.

په غازي اباد ولسوالۍ دغه ډله ییز برید په داسې حال کې کېږي،چې تېرې یوې میاشتې راهیسې له دې ولسوالۍ څخه ناړۍ او د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته ورغلې لار هم وسله والو تړلې او موټرې تګ راتګ ته نه پرېږدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *