د صادق خان پلار پنځه ویشت کاله په لندن کې بس چلونکی و

د لومړي ځل لپاره یو مسلمان د لندن ښاروال وټاکل شو. صادق خان چې مور او پلار یې پاکستانیان دي پرون د جمعې په ورځ د لندن د ښاروالۍ لپاره انتخابات وګټل. هغه د کارګر ګوند غړی دی او کوښښ کوي چې په ښار کې د اوسیدو شرایط د ټولو لپاره آسان کړي.

صادق خان پنځه څلویښت کلن دی.پلار یې په لندن کې پنځه ویشت کاله د بس چلوونکی و 5F5E00F5-9B0A-4634-8BD1-5223806741BA_w987_r1_sخو زوی یې لومړنی مسلمان شو چې د لندن ښاروال ټاکل کیږي. خان د کارګر ګوند غړی دی او د هغه سره پدې سیالۍ کې د محافظه کار ګوند کاندید زک ګولډ سیمت و.

۴۱ کلن ګولډ سمیت چې پلار یې میلیاردر دی،په صادق خان دا تور لګولی و چې د سخت دریزه ډلو سره لاس لري خو دغو ټولو تورونو د هغه د بریالیتوب مخه ونه نیوله.

پخپله صادق خان بیا وایي چې پخپل ټول ژوند کې یې د سخت دریزۍ سره مبارزه کړیده او پدې پښیمانه دی چې د هغو خلکو سره په ګډه کار کړی چې د کرکې نه ډک نظر لري. د کارګر ګوند هم په ګولډ سمیت او محافظه کار ګوند تور لګولی چې د صادق خان د بدنامولو هڅه یې کړیده.

د لندن په ښار کې مسلمانان هم پدې خوښ دي چې دا ځل د هغوي ښاروال یو مسلمان ټاکل کیږي. د محمد لعل میا په نامه یو پاکستان چې پنځه پنځوس کاله پخوا برتانیې ته تللی، امریکا غږ ته یې وویل چې ” په لومړي سر کې دلته هیڅ جومات نه و او مونږ به لمنځونه د کورونو په زیرخانو کې کول.”

ښاغلی میا وایي چې اوس د برتانیې په هر ګوډ کې جوماتونه شته دي. د حکومت د معلوماتو له مخې په برتانیې کې اتلس سوه او پنځوس جوماتونه د هغوي سره ثبت دي.”

محمد لعل میا همدارنګه وایي چې د خان په ټاکلو سره به د “جوماتونو او اسلامي ادارو د جوړلو جواز اخیستل نور هم آسانه شي. ” دی زیاتوي چې ” زه شکر وباسم چې په انګلستان کې یم ځکه چې دلته هر ډول فرصت خلکو ته په لاس ورتلی شي.

د لندن یو بل اوسیدونکی چې ځان یې امریکا غږ ته یوازې ” مسلمان” وروپیژنده، وایي د ښاروال “دین او مذهب” مهم ندی، بلکې فعالیت او کار یې مهم دی.

” ټولنې ته دا مهمه نده چې ښاروال مسلمان دی او که غیرې مسلمان، بلکې مهمه دا ده چې هغوي څه کوي. کله کله هغوي د یو څه وعده کوي او بیا یې نه عملي کوي چې دا ښه کار ندی. “

صادق خان پخپلو انتخاباتي مبارزو کې د خلکو سره ژمنه کړې چې په لندن کې د اوسیدو شرایط به آسانه کوي او دا یې هم ویلي و چې په عادلانه توګه د کورونو په برابرولو کې به د خلکو سره مرستې کوي.

د لندن یوه اوسیدونکې چې خپل نوم یې ندی ښودلې پدې هکله داسې وايي:

” دا مهمه نده چې دا خلک له کومه ځایه راغلي دي. خو صادق خان او د هغه کورنۍ پدې ښه پوهیږي چې د ټیټ عاید لرونکي خلک د کومو ستونزو سره مخ کیږي. په هغه دغه شان حالات تیر شویدي او زه فکر کوم چې د لندن لپاره به هغه ښه ښاروال وي. “

د لندن په ښار کې د مسلمانانو شمیر هم مخ په زیاتیدو دی. پدغه ښار کې په هرو اتو نفرو کې یو یې مسلمان دی. اوس پدې ښار کې د مسلمانانو شمیر دومره زیات شوی چې په حکومتي چارو کې هم اغیزه کولی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *