د سعودي عربستان په وزارتونو کې ستر بدلونونه
د سعودي عربستان پاچا سلمان ابن عبدالغزيز السعود په کابينه کې يو لړ بدلونونه راوستي دي. پاچا داوبو اوبريښنا وزارت په ګډون څو وزارتونه لغوه اعلان کړل.
اوس به داوبو د سرچينو ځواب د کرهڼې وزارت وايي. برسيره پردې اوس به دانرژي وزارت په ګډون نوي ارګانونه جوړيږي.
برسيره پردې پاچا يو شمير وزيران هم بدل کړي دي- د ترانسپورت، انرژۍ، اوبو، سوداګرۍ، ټولنیزې پراختیا او د روغتیا وزيران. دامطلب رويتر د سلطنتي فرمان په رڼا کې ور کړی دي. دفرانسپرس اژانس په خبره د تيلو وزير علی النعیمی خپل ځای خالد فالح ته خوشي کړي دي ، چې مخکې يي د عامي روغتيا دوزير په توګه کار کوي.
برسيره پردې د سعودي عربستان پاچا د شنبي په ورځ په پاچاهي حکومت کې د دوو شورا ګانو د جوړولو فرمان صادر کړ- دسياست او منيت د چارو په برخه کې او د اقتصادي چارو شورا. دغه متن په فرمان کې راغلی چې عربي رسنيو خپور کړي دي.